Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
عبادت کښې به اساني پۀ کوم حالت کښې وي) ځکه تاسو ته پۀ ځوانۍ او بوډا والي دواړو کښې مالداري عطا کولے شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې که مونږه د دنيا د کارونو د وړومبو ايښودو پۀ ځائے، د اخرت کارونو له ترجيح ورکړو، د دُنيا د ښه کيدو پۀ ځائے د اخرت د ښه کيدو فِکر وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يوه دا معامله هم ده چې هٰغه خلق کوم چې نيک کارونه کوي، هغوئي هم د نيکو پۀ کارونو کولو کښې د لم ليټ نه کار اخلي او ناوخته کوي، مثلاً * څومره داسې خلق دي کوم چې نـمونځ پۀ باقاعدګۍ سره کوي خو د نـمونځ د پاره پۀ تللو کښې د لم ليټ نه کار اخلي، چې جَمع ودريږي نو بيا جومات ته راورسيږي * څومره د جُمعې نـمونځ کوونکي داسې دي کوم چې د خطبې پۀ وخت بلکې بعضې خو خطبه شروع وي چې جومات ته راشي * دغه شان پۀ دِيني اجتماعاتو کښې د شرکت کولو معامله ده، مثلاً ډير اِسلامي وروڼه پۀ پابندۍ سره د دعوتِ اِسلامي پۀ هفته واره د سُنَّتو اجتماع کښې شرکت کوي خو پۀ وخت باندې نۀ راځي، ناوخته راځي۔
پته نۀ لګي چې څۀ معامله ده، مونږ خو هسې هم نيکي کوو نو چې زر يـې وکړو * نـمونځ خو هسې هم ادا کول دي، فرض دے، لس منټه مخکښې راپاڅئ، زر جومات ته لاړ شئ، پۀ ارام سره پۀ تسلۍ سره سُنَّتِ قبليه ادا کړئ، که درې څلور منټه مو د جَمعې انتظار کول نصيب شي نو دا هم د سعادت خبره ده، بيا پۀ ښه انداز کښې نـمونځ ادا کړئ