Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

* د جُمعې نـمونځ خو هسې هم کول دي، فرض دے، زر جومات ته تشريف يوسئ، د خطيب صاحب بيان هم واورئ، بيا پۀ اطمينان سره خطبه واورئ، پۀ سکون باندې د جُمعې نـمونځ ادا کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير ثواب به ميلاؤيږي۔

د جُمعې د نـمونځ د پاره زر وتل حج دے

 اخري نبي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: بے شکه ستاسو د پاره د هرې جُمعې پۀ ورځ کښې يو حج او يوه عمره موجوده ده، ځکه د جُمعې د نـمونځ د پاره زر وتل حج دے او د جُمعې د نـمونځ نه پس د مازديګر د نـمونځ د پاره انتظار کول عمره ده۔ ([1])

فرښتے د خوش قِسمتو نومونه ليکي

رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: چې کله د جُمعې ورځ راشي نو د جومات پۀ دروازه باندې فرښتے راتلونکي ليکي، څوک چې مخکښې راشي هغۀ مخکښې ليکي * زر راتلونکے د هٰغه کَس پۀ شان دے، کوم چې د الله پاک پۀ لاره کښې يو اوښ صدقه (يعنې خيرات) کړي * د هغۀ نه پس راتلونکے کَس داسې دے، کوم چې يوه غوا صدقه کړي * د هغۀ نه پس راتلونکے کَس د هٰغه کَس پۀ مثال دے، کوم چې ګَډ صدقه کړي * بيا د هغۀ پۀ مثال دے، کوم چې چرګه صدقه کړي * بيا د هغۀ پۀ مثال دے کوم چي انډه صدقه کړي * او کله چې امام (د خطبې د پاره) کښيني نو هغوئي (يعنې فرښتے) اعمال نامې راغونډې کړي او راشي خطبه اوري۔ ([2])

 سُبْحٰنَ اللہ! وګورئ چې څومره د سعادت خبره ده، د جُمعې د نـمونځ د پاره چې زر لاړ شې نو د يو اوښ د صدقه کولو ثواب دے او چې ناوخته لاړ شې، هغه هم هٰغه وخت چې کله


 

 



[1]... السنن الکبریٰ للبیہقی، کتاب الجمعہ، باب ذکر ما روی...الخ، جلد:3، صفحہ:638، حدیث:5950۔

[2]... بخاری، کتاب الجمعہ، باب الاستماع الی الخطبہ، صفحہ:281-282، حدیث:929۔