Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
شي۔ * حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه تابعي بزرګ دے، يعنې هغوئي د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د زيارت او صحبت سعادت حاصل کړے دے * د روايتونو مطابق د هغوئي د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني، حضرت طلحه او د نورو ډيرو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللّٰهُ عَـنْهُم د زيارت سعادت نصيب شوے وو۔ ([1]) * امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ مدينۀ مُنوَّره کښې د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خلافت کښې دنيا ته تشريف راوړلو۔ ([2]) * دنيا ته د تشريف راوړلو نه پس حضرت امام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د امير المؤمنين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضر کړے شو، د حضرت فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خوښه باندې د امام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه نوم حَسَن کيښودے شو۔ ([3]) * د هغوئي مور بي بي د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها وينزه وه۔ ([4]) * نقل دي: چې کله به د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه مور بي بي پۀ څۀ کار کښې مصروفه وه او هغوئي به ژړل نو اُمُّ المؤمنين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها به د هغوئي د چپ کولو د پاره د مينې نه هغوئي له خپل پئ ورکول۔ ([5]) * علمائے کرام فرمائي: چې د اُمُّ المؤمنين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ ذريعه د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فيضان نصيب شو، د دې برکت وو چې د هغوئي بے مثاله عِلم، عَمَل، تقویٰ نصیب شوہ، د هغوئي پۀ ژبه به د حکمت خبرې جاري کيدلې او هغوئي پۀ مَعرِفَتِ اِلٰھی (يعنې د الله پاک پۀ