Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

جوړولے شو، که چرې دا د رنړا مخې ته کيښودے شي نو په زمکه ئې سورے جوړيږي، لکه څنګه چې ديوال دے۔ مونږه ديوال نيولے هم شو، د هغې نه شاته پټيدے هم شو او په ګرمئ يا رنړا کښې د ديوال سورے هم جوړيږي۔ ځکه ديوال يا د دې پشان نور څيزونه، لکه زمونږه بدن، کاغذ، قلم، دروازه، تکيه وغيره دې ټولو ته کَثِيف جسم  وئيلے شي۔ (2): دويم قسم څيزونه هغه دي، کومو ته چې لطيف وئيلے شي يعني داسې څيزونه کوم چې موجود خو دي خو مونږه هغه رانيولے نه شو، هغه په مينځ کښې پرده نشو جوړولے، لکه هوا ده، رنړا ده، مونږه هوا او رنړا خو محسوسوو، رنړا خو مونږ ته ښکاري هم خو مونږه هوا او رنړا نه شو نيولے، نه ترې پرده جوړولے شو، دغه شان د هوا او رنړا څه سورے هم نشته۔

عامه مشاهَده ده چې په دنيا کښې کوم څيزونه کَثِيف (يعني کوټلي) دي، هغه لطيف نه دي او کوم چې لطيف دي، هغه کَثِيف نه دي، مثلاً ديوال کَثِيف (يعني کوټلے) دے، لطيف نه دے،  هوا لطيف ده، کثيف نه ده۔ دا عامه قاعده ده خو قربان شم! رَبِّ کائنات خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بے مثله او بے مثاله جوړ کړے دے، زمونږه د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک دا ناشنا معجزه ده چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک په يو وخت کښې کَثِيف هم وو او لطيف هم وو۔

هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به پاڅيدلو، کښيناستلو، ګرځيدلو، خوراک څښاک به ئې هم کولو، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره به ئې سلام هم کولو، لاسونه به ئې ورسره هم ميلاوهل او خوش قِسمتو له به ئې غاړه هم ورکوله، دا دے د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک کثافت۔

  بل خوا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمونه مبارکه لطيف دومره وه چې هغوئي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بل طرفتہ دھغوی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ذات مبارک لطیف دومرہ ووچی ھغوی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به د ډيوې مخې ته راغلو يا د لمر مخې ته به جلوه ګر شو، په يو وخت کښې هم، نه د ورځې، نه د شپې، نه د ډيوې مخې ته نه د لمر او سپوږمئ مخې ته، په يو وخت کښې به هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک سورے نه جوړيدو۔

يعني د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک دومره لطيف وو لکه څنګه چې د رنړا او هوا سورے نه جوړيږي، دغه شان د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک هم د سوري نه بالکل پاک وو، سُلطَانُ المُفسِّرين، عظيم صحابئ رسول، حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: لَمْ یَکُنْ لِرَسُوْلِ اللہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہ وَسَلَّم ظِلٌّ يعني د معجزو والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک بالکل سورے نه وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې به کله د ډيوې مخې ته تشريف راوړلو نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نور مبارک به د ډيوې په رنړا باندې غالِب راتللو