Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

وضاحت: د الله پاک د ټولو نه په اعلیٰ او اَرفع نعمت (زمونږه د غريبانانو په آقا او مولیٰ، زمونږه په شفاعت کوونکي، بخښونکي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ) باندې دې اَعلیٰ درود او د الله پاک په عظيم احسان دې په لکونو سلامونه وي۔

د قرآنِ پاک مشهور مفسِر، حکيمُ الاُمَّت، مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: * د انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام  معجزې د الله پاک د ذات او صفتونو دليل وي * تيرو شوو انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام  له مختلفې معجزې ورکړئےشوې وې * د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام لاس مبارک معجزه وه * د حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام  آواز مبارک معجزه وه * د حضرت يوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  حُسن مبارک معجزه وه، دغه شان په مخکښينو انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام کښې چاته يوه معجزه عطا کړے شوې وه، چاته دوه معجزې عطا کړے شوې، د دې ټولو انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام نه پس الله پاک خپل د ټولو نه آخري نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سر نه واخله تر ښپو پورې سراسر معجزه جوړه کړه او را اوئې ليږلو ([1]) او اوئې فرمائيل: اے خلقو! تاسو ته د رَبّ له خوا ډير پوخ او مضبوط دليل راغلے۔

دئیے معجزے انبیا کو خُدا نے                 معجزہ بن کے آیا ہمارا نبی

 

سرکار  کی  آمد!  مرحبا!                          سردار   کی    آمد!     مرحبا!

اچھّے  کی  آمد!  مرحبا!                           سچّے  کی  آمد!  مرحبا!

مختار  کی  آمد!  مرحبا!                            غمخوار   کی    آمد!   مرحبا!

بشیر کی آمد! مرحبا!                            نذیر کی آمد! مرحبا!

مُنیر کی آمد! مرحبا!                             بَصیر کی آمد! مرحبا!

حُضُور کی آمد! مرحبا!                           پُرنور  کی            آمد!              مرحبا! ([2])

(1): د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن يوه ناشنا معجزه

   خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې دنيا کښې چې څومره څيزونه دي، د هغې ټولو 2 قسمونه دي: (1): بعضې هغه څيزونه دي کوم چې کَثِيف (يعني کوټلي) دي، داسې څيزونه کوم چې مونږه نيولے شو، هغه پرده


 

 



[1]...تفسیر نعیمی ،پارہ:6 ،سورۂ نسا،تحت الآیۃ:174 ،جلد:6 ،صفحہ:147ملتقطاً۔

[2]...وسائلِ بخشش ،صفحہ:519 ۔