Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

نه ساتلو او بل چُغل خور وو۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حديثِ پاک نه يو خو د چغلئ او د ميتيازو نه د ځان نه بچ کولو تباهي معلوميږي چې کوم بنده چغلي کوي، د فساد جوړولو د پاره د يو خبرې بَل ته کوي او څوک چې د ميتيازو د دارو نه ځان نه بچ کوي، دوئي په ډير نقصان کښې دي، د روايتونو مطابق د قبر عذاب زياتره د دې ګناهونو په سبب کيږي۔

ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د دې ګناهونو نه بلکه د ټولو ګناهونو نه هر وخت ځان بچ کړو۔ الله پاک دې مونږ له د بچ کيدو توفيق راکړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

په دويم نمبر باندې په دې حديثِ پاک کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر مبارک کمال هم بيان شوے دے، دلته په دې ځان پوهه کړئ چې په قبر باندې یوڅو مَنَه خاوره ده،او سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د دې خاورې لاندې اوليدل، نه، نه۔۔۔! داسې نه ده، هغه جهان بدل دے، په قبر کښې لاندې کتل هسې هم شرعي طور صحيح خبره نه ده، البته که د باران وغيره په وجه قبر برسيره شي نو مونږ ته به په هغه ځائے کښې هيڅ نه ښکاري، ولې؟ ځکه چې مونږه څه وينو، هغه دنيا ده، د مَړي سره چې کومې معاملې کيږي، هغه په دنيا کښې نه بلکه په بل جهان يعني عالَمِ برزخ کښې کيږي۔ خو قربان شم! دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر کمال دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په دې دنيا کښې د ظاهري ژوند سره تشريف فرما دے، دا جهان بيل دے، عالَمِ برزخ بيل جهان دے او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په دې جهان کښې د پاتې کيدو باوجود بل جهان ويني هم او په بَل جهان کښې څه کيږي؟ په څه وجه باندې کيږي؟ په دې هر څه باندې پوهيږي هم۔

د ټولو جهانونو سره تعلق قائِم دے

حضرت علّامه احمد سعيد کاظِمي شاه صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې ځائے کښې ډيره ښکلې علمي نکته بيان کړې ده، د هغوئي د ارشاداتو خلاصه ده: د رَسُول د مُرسَلَ اِليه (يعني د خپل اُمّت) سره يو تعلق وي، که چرې دا


 

 



[1]...بخاری،کتاب الوضوء ،باب من الکبائر ان لا یستتر من بولہ ،صفحہ:128 ،حدیث:216۔