Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

او کله چې به ئې د لمر مخې ته تشريف راوړلو نو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نُور مبارک مخې ته به د لمر نور تَت شولو۔ ([1])

  حافِظُ الحدیث، امام جلال الدِّین سیوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زمونږه د آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خاصيتونو کښې يو خاصيت دا هم دے چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سورے به په زمکه باندې نه پريوتلو، ځکه چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سراسر نور دے۔ ([2])

صبح طیبہ میں ہوئی بٹتا ہے باڑا نور کا              صدقہ لینے نور کا آیا ہے تارا نور کا

تو ہے سایہ نور کا، ہر عُضْو ٹکڑا نور کا            سایہ کا سایہ نہ ہوتا، ہے نہ سایہ نور کا

تیری نسلِ پاک میں ہے بچہ بچہ نور کا           تو ہے عینِ نور تیرا سب گھرانا نور کا

جو گدا دیکھو لیے جاتا ہے توڑا نور کا             نور کی سرکار ہے کیا اس میں توڑا نور کا

میں گدا تو بادشاہ بھر دے پیالہ نور کا            نور دن دُونا تِرا دے ڈال صدقہ نور کا ([3])

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک خوبئ

اے عاشقانِ رَسُول! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک خو لطيف وو، دا په خپل ځائے معجزه ده، اوس دا کتل پکاردی چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک څومره لطيف وو؟ دا هم ډيره ناشنا خبره ده۔ زمونږه دابدن چې کوم  دے، دا کَثِيف دے او زمونږه رُوح لطيف دے رُوح چې څومره د ګناهونو خيرے نيسي، د رُوح خوبي کميږي او انسان چې څومره زيات نيک کارونه کوي، د رُوح خوبي هغه همره زياتيږي۔ شيخِ رَبَّاني حضرت میاں شير محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې په دنيا کښې د ټولو نو لوئے او کامل ولی غوث وي او د هغه غوث رُوح چې څومره لطيف وي، د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک د هغه غوث د رُوح نه 70 درجې زيات لطيف دے۔ ([4])

سُبْحٰنَ اللہ! يو طرف ته رُوح دے، رُوح پخپله لطيف دے، بيا د درجۀ غوثيت لطافت، ټول کال شپه او ورځ د عبادت او رياضت سره رُوح ته نور هم لطافت ميلاويږي، تر دې پورې چې په دنيا کښې د ټولو نه زيات لطيف


 

 



[1]...سبل الہدیٰ و الرشاد ،باب العاشر فی صفۃ وجہہ صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ و َسَلَّم ،جلد:2 ،صفحہ:40۔

[2]...خصائص الکبریٰ،باب الآيۃ فی انہ صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ و َسَلَّم لم یکن یری لہ ظل ،جلد:1،صفحہ:116۔

[3]...حدائق بخشش، صفحہ:244-246 ملتقطاً۔

[4]...البرہان ،صفحہ:14 بتغیرقلیل  ۔