Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

بيا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدو کمال هم اوګورئ! آسمان د دې ځائے نه په زرګونو کلوميټره لرې دے، زمونږ پشان عام انسانان خو په بله کمره کښې د ناستو خلقو آواز هم نه اوري او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارک غوږونه داسې دي چې په زمکه باندې د تشريف ايښودو باوجود په زرګونو کلوميټره لرې د آسمان د چغاری  آواز هم اوري۔

دُور و نزدیک کے سننے والے وہ کان           کانِ لعلِ کرامت پہ لاکھوں سلام([1])

وضاحت: خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مبارکو غوږونو دا معجزه ده چې لرې او نزدې يو شان اوري، داسې مبارک غوږونه کوم چې د عزّت او عظمت د لعلونو سرچينه ده، په دغه مبارکو غوږونو باندې دې په لکونو سلامونه وي۔

پہ لکونو کالہ وروستو (کيدونکو واقعاتو) آوازونه ئې واوريدل

د بخاري شريف روايت دے: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سحر په وخت خپل مُؤذِّن حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اوفرمائيل: اے بلاله! د مسلمانيدو نه پس چې ته کوم نيک عملونه کوې، په هغې کښې ته کوم يو داسې خاص عمل کوې؟ بے شکه په جنّت کښې ما د ځان نه مخکښې مخکښې ستا د قدمونو آواز اوريدلے دے۔ حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يَا رسولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! بَل څه داسې خاص عمل نه کووم، البته دا ده چې په شپه يا په ورځ کښې چې کله زما اودس مات شي نو زه فوري طور اودس کووم او (چې مکروه وقت نه وي نو) د تَحِیّۃُ الْوُضُو نفلونه کووم۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حديثِ پاک نه يو خو د تَحِیّۃُ الْوُضُو فضيلت معلوميږي چې حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به په پابندئ سره د تَحِیّۃُ الْوُضُو نفلونه ادا کول، د دې په برکت سره الله پاک هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته داسې مقام ورعطا کړو چې هغوئي به د قيامت په ورځ پہ خادِمانہ شان سره د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه مخکښې مخکښې جنّت ته ځي۔

دويم د دې حديثِ پاک نه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدلو د شان هم اندازه اولګوئ! د قرآنِ پاک


 

 



[1]...حدائقِ بخشش،صفحہ :300۔

[2]...بخاری،کتاب: تہجد،باب: فضل الطہور باللیل و النہار،صفحہ :332 ،حدیث:1149۔