Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

اوکړے * د ميلاد په جلوس کښې د نظم و ضبط پوره خيال اوساتئ! * د ميلاد په جلوس کښې نعتونه او نعرې هغه وهئ کومې چې د پاکستان مشاورت آفس نه جاري کړے شي * د ميلاد په جلوس کښې د هر UC/وارډ/ټاؤن نګران او ذمه واران دې خپلې بينرې بيلې جوړې کړي په کومې چې دې د خپل UC/وارډ/ټاؤن نوم ليکلے شوے وي، مثلاً (اقبال ټاؤن، ګوجرانواله سټي) * په 12 ربيعُ الاَوَّل د ماسپخين نه تر مازيګره پورې دې د ميلاد په جلوس کښې ټول ذمه واران او د شعبه جاتو والا د مرحبا يا مصطفٰے نعرې وهي او د اوّل نه تر آخره پورې دې شرکت اوکړي * د شعبې 2 اسلامي ورونړه دې د خپلې شعبې بينرې واخلي او مخکښې مخکښې دې ځي، د دې شعبې نور اسلامي ورونړه دې په هغوئي پسې شاته شاته په ښکته سرونو، د مدني جنډې اوچتولو، په شونډو باندې د نعتونو نغمې وائي او ډير په ښه انداز کښې دې شرکت کوي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د لمونځ کولو فائدې او د نه کولو نقصانونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه جشنِ ولادت لمانځو هم او لمونځ ګزاره هم يو، لمونځ زمونږه د آقا، مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے، ځکه د لمونځونو پوره پابندي کوئ! پہ خاص طور سبا د ميلاد شريف په مصروفياتو کښې هم د لمونځ د وختونو پوره خيال اوساتئ! داسې نه وي چې د ميلاد په خوشحالو لمانځلو کښې (مَعَاذَ الله!) لمونځونه قضا کړو، * لمونځ اَوَّلينه فريضه ده * لمونځ د قبر د تيارې ډيوه ده * لمونځ د قبر د عذاب نه بچ کول کوي * لمونځ د قيامت په ګرمئ کښې سورے دے * لمونځ د پُلِ صراط د پاره آساني ده * لمونځ د دوزخ د عذاب نه بچ کول کوي * د لمونځ سره رَحمَت نازليږي * د لمونځ سره ګناهونه معاف کيږي * لمونځ د دعاګانو د قبليدو سبب دے * لمونځ د بيمارو نه بچ کوي * د لمونځ سره بدن ته آرام ميلاويږي * د لمونځ سره په رزق کښې برکت راځي * لمونځ د بے حيائيئ او د بدو کارونو نه بچ کول کوي([1]) * او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! لمونځ الله پاک او مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته نزدې کول کوي۔ الله پاک دې مونږ ټول رښتوني او


 

 



[1]...فیضان نماز، صفحہ:10 ملتقطاً۔