Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                            وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                                          وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَیْتُ سُنَّتَ الْاِعْتِکَاف (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

فَقِهُ العصر (يعني د خپل وخت لوئي عالم) حضرت علّامه مفتي محمد امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا چې د درودِ پاک په فضيلت باندې د زمانې مشهور کتاب آبِ کوثَر ليکلے دے، هغوئي فرمائي: چې يو ځل د پيپلز کالونئ (فيصل آباد، پنجاب) نه يو سَيِّد صاحب د چا نوم چې سيد رياض وو، زما خوا له ئې تشريف راوړو او اوئې وئيل: زما کاروبار وو، ټول په ټَپه اودريدو، اوس په ما په لکونو روپئ قرض دے، اوس ډير پريشانه يم، څه حل ئې راته اوښائيئ!

مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما سَيِّد صاحب ته د درودِ پاک په فضيلت ليکلے کتاب آبِ کوثَر ورکړو او اومې وئيل: سَيِّد صاحب! تاسو دا کتاب اولولئ! او د دې مطابق عمل اوکړئ! د دې په برکت به ستاسو ډيرې مسئلې حل شي۔

سَيِّد صاحب کتاب واخستو او لاړلو بيا ئې تقريباً 6 مياشتې پس بيا تشريف راوړلو، دا ځل ډير خوشحاله وو، په مخ ئې د خوشحالئ آثار وو، سَيِّد صاحب ډير په خوشحالئ اووئيل چې په ما باندې 7 لاکهه روپئ قرض وې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! اوس صِرف يو نيم لاکھ پاتې دي۔

دا قرض څنګه خلاص شو؟ د دې په تفصيل بيانولو کښې ئې اوفرمائيل: داسې اوشول چې ما آبِ کوثَر اولوستلو، په دې کښې چې مې د درودِ پاک فضيلتونه اولوستل نو شوق مې پيدا شو او ما ښه په مينه او شوق باندې ډير زيات درودِ پاک لوستل شروع کړل۔ ديخوا هغه خلق د چا نه چې ما قرض اخستے وو، هغوئي زه تنګولم، يوه ورځ ما درودِ پاک اولوستل او د دُعا د پاره کښيناستم، څنګه چې مې د الله پاک په دربار کښې لاس اوچت کړل، د پريشانئ په وجه باندې زما زړه راډک شو، ما په ژړا ژړا د الله پاک په بارګاه کښې دُعا اوکړه۔