Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

    د لکونو غلامانو دُرُود اوري

اے عاشقانِ رَسُول! اوس دلته لږ غور اوکړئ! خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم څوک چې په زرګونه کلوميټره لرې آوازونه هم اوري، په لکونه کاله پس کيدونکي واقعات هم اوري بلکه چې چرته آواز هم نه وي، لفظونه هم نه وي، هغه هم اوري، پوهيږي پرې هم نو آيا د خپلو غُلامانو درود به نه اوري؟ يقيني طور رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ګنبدِ حضرا شريف کښې تشريف فرما دے او د ټولې دنيا د غلامانو درودِ پاک اوري هم او که چرې اوغواړي نو کرم اوکړي، خپل ديدن هم ورکړي۔

په حديثِ پاک کښې دي، زمونږه خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: زما کوم اُمَّتي چې په ما باندې درود لولي هغه چې هر چرته وي، د هغه آواز ماته رارسي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د اوريدلو څومره عظيم شان دے۔۔۔!! درودِ پاک لوستونکي درود لولي، څوک ئې په پاکستان کښې لولي، څوک ئې په ترکستان کښې، څوک ئې په بُخارا کښې لولي، څوک ئې په سمر قند کښې، څوک په امريکه کښې درود لولي، څوک په افريقه کښې، څوک په جاپان کښې ناست دے او د درود شريف پيرزونې وړاندې کوي، څوک په عراق کښې، غرض: په ټوله دنيا کښې چې په کوم کوم ځائے کښې هم عاشقانِ رسول دي، هغوئي درودِ پاک لولي، بيا دا يو يا دوه نه دي بلکه په زرګونو په لکونو مسلمانان دي، يو وخت هم داسې نه تيريږي په کوم کښې چې څوک درودِ پاک نه لولي، که شپه وي او که ورځ، سحر وي او که ماښام، که ماسپخين وي او که نيمه شپه، هر وخت د لکونو په تعداد کښې عاشقانِ رسول په بارګاهِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم کښې د درودونو پيرزونې وړاندې کوي او رَبِّ کائنات د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غوږونو مبارکو ته دا شان ورکړے دے چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هر وخت د ټولو دُرُود اوري۔

واللہ! وہ سُن لیں گے، فریاد کو پہنچیں گے      اِتنا بھی تو ہو کوئی جو آہ کرے دِل سے([2])

     وضاحت: بس څوک خو دې د زړه نه فرياد خو اوکړي، په الله پاک مې دې قسم وي! خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به ئې فرياد واوري هم، مدد به ئې هم اوکړي۔


 

 



[1]...ابو داؤد، کتاب المناسک،  باب زیارۃ  القبور،صفحہ:326 ،حدیث:2042۔

[2]...حدائقِ بخشش،صفحہ:143۔