Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس راځئ! د محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مبارکو سترګو شان اورو:
* د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارکې سترګې لوئے او تَکې تورې وې ([1]) * د مبارکو سترګو په سپينه حِصه کښې ئې سرې کرښې وې ([2]) * او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سترګې مبارکې قدرتي طور تورې وې (يعني هغوئي به په سترګو کښې رانجه پورې کول خو د رانجو پورې کولو حاجت نه وو) ([3]) * حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د وړوکوالي مبارک زمانہ وہ، نور ماشومان چې به کله د خوب نه راپاڅيدل نو د هغوئي ويخته به ګَډ وَډ وو او سترګې به ئې خوبَوَلې وې، خو رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې به کله د خوب نه راپاڅيدلو نو سر مبارک به ئې په تيلو غوړ او په سترګو کښې به ئې رانجه پورې وو۔ ([4])
د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ليدلو مبارک انداز
* زمونږه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم عادت مبارک وو چې هغوئي به د حيا نه سترګې ښکته ساتلې او کله چې به ئې چاته کتل نو عادت مبارک ئې دا وو چې د سترګو په ګوَټونو کښې به ئې کتل۔ ([5])
نیچی آنکھوں کی شَرْم و حَیا پر دُرود اُونچی بِینی کی رِفْعَت پہ لاکھوں سلام([6])
وړاندې وروستو به ئې يو شان ليدل
* د مشهور صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه راويت دے، فرمائي چې: يوه ورځ نبئ اکرم، نورِ
[1]...دلائل النبوۃ للبیہقی ،باب صفۃ عین رسول اللہ ، جلد:1 ،صفحہ:213۔
[2]...دلائل النبوۃ للبیہقی ،باب صفۃ عین رسول اللہ ، جلد:1 ،صفحہ:210۔
[3]... دلائل النبوۃ للبیہقی ،باب صفۃ کفی رسول اللہ ، جلد:1 ،صفحہ:248۔
[4]...طبقات الکبریٰ،ذکر ابی طالب و ضمہ رسول اللہ، جلد:1 ،صفحہ:96۔
[5]...دلائل النبوۃ للبیہقی ،حدیث ہند بن بی ہالۃ فی صفۃ رسول للہ ، جلد:1 ،صفحہ:287۔
[6]...حدائق بخشش،صفحہ:301۔