Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat
نام تیرا، ذِکْرتیرا، تو تِرا پیارا خیال ناتوانوں بے سہاروں کا سہارا ہو گیا([1])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په اداګانو باندې د عمل کولو او په زړه کښې د عشقِ رسول زياتولو د پاره د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار، رسولِ مختار، د دواړو جهانونو د سَيِّد او سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک د معجزو او کمالونو لږ شان ذِکر واورو:
زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سراسر معجزه ده
په 6 سيپاره، سورۀ نساء، آيت: 174 کښې الله پاک فرمائي:
ریٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ
(پارہ :6 ،سورۂ نسا:174)
ترجمۀ کنزُ الايمان: اے خلقو بے شکه تاسو ته د الله پاک د طرف نه واضحه دليل راغلے۔
مُفَسِّرين کرام د دې آيتِ کريمه په تفسير کښې فرمائي چې: ډير مضبوط او پوخ دليل ته بُرهان وئيلے شي۔ په دې آيتِ کريمه کښې د بُرهان نه مُراد زمونږه آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دے يعني دعویٰ دا دہ چې د کائنات يو خالِق، يو مالِک دے او هغه يو رښتونے خدائے الله رَبُّ العَالَمِين دے، اے خلقو! رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په دې دعویٰ باندې د ډير پوخ او مضبوط دليل جوړشوےاوستاسو خوا له ئےتشريف راوړے دے۔ ([2])
رَبِّ اعلیٰ کی نعمت پہ اعلیٰ درود حق تَعَالیٰ کی مِنَّت پہ لاکھوں سلام([3])