Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

جشنِ وِلادت دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم د خپل دور د تقاضو مطابق د ولادتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم خوشحالي اوکړه، په دې نعمت باندې ئې د الله پاک شکر ادا کړو بلکه پخپله به زمونږه آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هم خپل جشنِ ولادت لمانځلو بلکه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به هر کال نه بلکه هره هفته يعني د هر ګل په ورځ روژه نيوله او خپل جشنِ ولادت به ئې لمانځلو۔

مونږ به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ښه په ښکلې طريقه جشن ولادت لمانځو۔ د جشنِ ولادت په خوشحالئ کښې به ښه، ښکلې صفا ستهرا جامې هم اغوندو، تياريږو بہ او د ميلاد په جلوس کښې به هم شرکت کوو، د آقا د راتللو نعرې به هم وهو او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دنيا ته به ښايو چې زمونږه د بے مثله بے مثاله آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم جشنِ ولادت دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! مونږه په دې باندې د زړه نه خوشحاله هم يو او د رَبِّ کريم شکر ادا کوونکي هم يو۔

جشنِ میلادُ النبی ہے کیوں نہ جھومیں آج ہم      مسکراتی ہیں بہاریں سب فضا پُرنُور ہے

د جشنِ ولادت په خوشحالئ کښې روژه اونيسئ!

اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږه به په جلوس کښې هم شرکت کوو او د خپل آقا، کريم آقا، رحيم آقا، د مدينې والا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ادا به ادا کوو او د جشنِ ولادت په خوشحالئ کښې به روژه هم نيسو۔ نفل روژه ده د چا نه چې کيدے شي، که طبيعت ئې ښه وي نو روژه لازمي نيول پکار ده۔ په حديثِ پاک کښې دي: چا چې د ثواب په طمع يوه نفلي روژه اونيوله، الله پاک به هغه د دوزخ نه د 40 کالو (د فاصلې برابر) لرې کړي۔ ([1]) د معجمِ کبير په روايت کښې دي: چا چې يوه نفلي روژه اونيوله، د هغه د پاره به په جنّت کښې يوه وَنه نالولے شي د کومې ميوه چې به د انار نه وړه او د منړې نه غټه وي، هغه به د شاتو پشان خوږه او ښکلې ذائقې والا وي، الله پاک به د قيامت په ورځ په روژه نيوونکي د دې وَنې ميوه خوري۔ ([2])

  د ميلاد په جلوس کښې شرکت اوکړئ!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه ته به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ميلاد په جلوس کښې هم ښه پوره برخه اخستل پکاردی * د ميلاد په جلوس کښې د ګاډو، موټر سائيکلو، پيدل په هر انداز کښې  د پور تيارئ سره شرکت


 

 



[1]...جمع الجوامع، جلد:7، صفحہ:190، حدیث:22251۔

[2]...معجم کبیر، جلد:18، صفحہ:366، حدیث:935۔