Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

پاره د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او د دعوتِ اسلامي په ديني کارونو کښې ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به مو جوړ شي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د ماسخوتن د لمانځه نه پس په مدني چينل نيغ په نيغه مدني مذاکره فرمائي، په کومه کښې چې بے شميره عاشقانِ رسول عالمي مدني مرکز فيضان مدينه (کراچئ) ته حاضريږي او د عِلمِ دين برکتونه حاصلوي۔ په زرګونو عاشقانِ رسول په خپلو ښارونو/علاقو کښې اجتماعي طور د مدني مذاکرې کتلو تابيا کوي او د مدني چينل، سوشل ميډيا (مثلاً يوټيوب، فيس بُک وغيره) په ذريعه باندې خو پته نه لګي چې په کوم کوم ځائے کښې مدني مذاکره کتلے شي، تاسو هم په مدني مذاکره کښې په پابندئ سره شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عِلمِ دين به زده کړئ او د دين او دنيا بے شميره خير به مو نصيب شي۔

په اوسني وخت کښې د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو، د سُنَّتو زده کولو او د دين پيغام عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول سره په مدني قافلو کښې سفر کول هم ډير ګټه ور کار دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او 12 مياشتو مدني قافلې وخت په وخت سفر کوي۔ تاسو هم د مدني قافلو مُسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! اخلاق به مو ښه شي، د نيکو کولو رجحان به مو زيات شي، د عشقِ رسول دولت به مو نصيب شي او په ژوند کښې به مو مدني انقلاب راشي۔ راځئ چی! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو:

د زړه حالت ئې بدل شو

د فيصل آباد (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زه ډير د خراب کردار مالک وو۔ دروغ، غيبت، چغلي، د سترګو بد استعمال پشان ګناهونه زما د معمول حِصه وه، ما مارشل آرټ زده کړے وو د کوم په زور چې به ما د خلقو سره بر ناحقه جګړه کوله، هر نوے فيشن کول زما شوق وو، آه! د لمونځونو نه دومره لرې ووم چې ماته دا هم معلومه نه وه چې په کوم لمونځ کښې څومره رکعتونه وي۔ آخر د رحمت در برسيره شو او زما بخت داسې رابيدار شو چې د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور ماته په مدني قافله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، د دوست د