Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

هم زړہ دے، ځکه دا محبّت، دا اِطَاعت او فرمانبرداري د ټولو اُصُولو اَصل او د دين بنيادي جَرړه ده۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم تَصَوُّر

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې واقعې نه يو مدنې ګل دا هم د زدکړې دپاره ميلاؤ شو چې که صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان به کله د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه ظاهري طور لرې هم وو نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ښکلي نوراني مخ، او د هغوئي د حُسن او جمال او مبارکو اداګانو خيال راوستو سره به ئې زړه له قرار ورکولو۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا هم ډيره ښکلې اَدا ده، کاش! چې زمونږ د غلامانو هم دا توفيق نصيب شي، مونږه چې هم ځانله يو نو سترګې پَټې کړو او کښينو، کله د ګنبدِ حضرا خيال راولو، کله د سرو زرو د جنګلو په خيالونو کښې ډوب شو او که الله پاک توفيق راکړي نو د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حُليه مبارکه په کتابونو کښې اولولو او په ذهن کښې ئې کښينوو، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارکې اداګانې هم لولو، په ذِهن کښې ئې کښينوو هم ،او وخت په وخت سترګې پټې کړو، سر ښکته کړو او د مدينې د سردار، د زړونو او سينو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مبارکو اداګانو خيال راولو او د خپل ځان نه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په اداګانو کښې ډوب شو، يقين اوکړئ! ډير خوند به اوکړي، په زړه کښې به ايمان داسې مضبوط شي چی څہ جواب بہ ئےنه وي۔۔۔!!

دِل میں ہو یاد تری گوشۂ تنہائی ہو              پھر تو خَلْوَت میں عجَب انجمن آرائی ہو([1])

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  ذِکر

مشهور صحابئ رسول دے: حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔ د خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو نه زيات حديثونه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روايت کړي دي۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ډير ښکلے، ايمان تازه کوونکے او د عشق نه ډک عادَت وو، په طبقاتِ اِبنِ سَعد کښې دي:چی د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معمول


 

 



[1]... ذوقِ نعت،صفحہ:204۔