Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

کيږي، تنګ دستی (غريبي) په خوشحالئ کښې بدليږي، ګناهونه پاکيږي، ډير رحمتونه  راوريږي او يوه اهمه فائده ئې دا هم ده چې د درودِ پاک لوستونکی درود سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بارګاه ته رسي، د مالِک او مختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د عنايت نظر هم نصيب کيږي او آقا کريم، رَؤُف او رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې اوغواړي نو خپلو غلامانو ته د ديدن جام هم عطا کوي۔

الله پاک دې مونږ له د زيات درودِ پاک لوستلو توفيق راکړي او کاش! کاش! ډير ځله کاش! چې د درودِ پاک په برکت سره مونږ ته د محبوبِ خُدا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د کرم نظر نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په دواړو جهانونو کښې به کامياب شو۔

پڑ گئی جس پہ محشر میں بخشا گیا                   دیکھا جس سمت ابرِ کرم چھا گیا

رُخ جدھر ہو گیا زندگی پا گیا                     جس طرف اُٹھ گئی دَم میں دَم آگیا

اُس نگاہِ عنایت پہ لاکھوں سلام

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د بيان اوريدلو نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته داخلوی۔([1])

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم (يعني ادب) په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم * او د خوږ آقا، آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دنيا ته د تشريف راوړلو په خوشحالئ کښې به په شوق سره نعرې هم وهم، جنډې به هم خوزوم، د ذِکرِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په اوريدو به د زړه تَنده ماتووم۔   

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...مسند فِرْدَوس، جلد:4، صفحہ:305، حدیث:6895۔