Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

وضاحت: سمتِ مقابِل: يعني مخامخ  طرف۔ دا زمونږ پشان عام خلق دي،چی مونږ ته صرف هغه څيز ښکاري کوم چې زمونږ مخې ته وي خو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر دا کمال دے چې هغه بره، ښکته، ښي، ګَس، وړاندې وروستو هر طرف ويني، 6 واړه اړخونه (يعني ښي، ګَس، بره، ښکته، وړاندې، وروستو) د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پاره داسې دي لکه چې د عامو سترګو د پاره مخامخ اړخ دے او دا داسې نه دي چې يو وخت وي بلکه شپه ورځ، هر وخت، هره لحظه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر دغه کمال دے۔ که چرې د دې دليل کتل وي نو د 27 سيپارې، سورۀ وَ النَّجم اولولئ، الله پاک په دې سورت کښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ليدلو د طاقت کمال بيان کړے دے۔

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر عجیبہ معجزه

اے عاشقانِ رَسُول! دا خو د شپږو اړخونو (يعني د وړاندې، وروستو، ښي، ګَس، بره او ښکته شپږو اړخونو) خبره ده، د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نظر ته چې الله پاک کوم کمالونه عطا کړي دي، هغه د دې نه هم زيات دي۔ اوګورئ! خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 6 واړو اړخونو ته يو شان ګوري، دا هم ډير غټ کمال دے خو غور اوکړئ! دا اړخونه دي چرته؟ په دې دنيا کښې، په دې جهان کښې۔ د دې جهان نه علاوه بل يو جهان دے، هغه په دې 6 اړخونو کښې نه راځي بلکه هغه خو جهان هم بدليږي، مثال پہ طور عالَمِ اَرواح دے، بيا عالَمِ دُنيا، بيا عالَمِ برزخ دے، بيا عالَمِ آخرت دے، دغه شان په زرګونو جهانونه دي، مونږ خو په دې جهان کښې 6 واړو ته خو غټه خبره ده 2 ته هم يو شان نه شو کتلے، مونږ چې مخې ته ګورو نو وروستو راته څه نه ښکاري، چې وروستو ګورو نو مخامخ څيزونه راته نه ښکاري چې مونږه په يو جهان کښې 6 اړخونو ته يو شان نشو کتلے نو د يو جهان نه به بَل جهان ته څنګه اوګورو؟ کوم چې اوس په عالَمِ اَرواح کښې دي، لا دنيا ته راغلي هم نه دي، هغوئي دا دنيا نشي ليدلے، څوک چې په دنيا کښې دي، هغوئي عالَمِ برزخ نشي ليدلے خو قربان شم! رَبِّ کائنات خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته څنګه کمال نظر عطا کړے دے، د هغوئي سترګې مبارکې په دې جهان کښې دي او د بَل جهان والا هم ويني۔

د بُخاري شريف حديثِ پاک دے، يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په يو ځائے تيريدلو، 2 قبرونه ئې اوليدل، اوئې فرمائيل: دا دواړه قبرونو والا په عذاب کښې دي او عذاب هم څه په داسې ګناه باندې نه ورکړے کيږي د کوم نه چې بچ کيدل ګران وو، په دې کښې يو د ميتيازو د دارو نه ځان