Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! ستاسو قد مبارک په ټوله زمانو کښې يوه عجيبه ډالئ ده که چرې د دې څه مثال وي نو مثال دې راکړے شي، که په چمن کښې د ګلاب د بوټو سيدها ښاخونه وي که د سَروې غټې وَنې وي هغه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ناز او په انداز د ګرځيدونکي ښکلي قد په مثال نشي کيدے۔

معنوي برتري (اوچتوالے) به ئې په حِسی طور ښکاريدلو

اے عاشقانِ رَسُول! علّامه زُرقاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې ځائے کښې بله يوه د کمال خبره ليکلې ده، ګورئ! مونږه په خپلو ظاهري سترګو خو د چا ظاهري بدن ليدلے شو خو د هغه صلاحيتونه په سترګو نه شو ليدلے۔ مثال پہ طور يو کَس دے، زَيد، مونږه د هغه 5 يا 6 فټه جوسه خو ليدے شو خو زيد حافِظِ قرآن هم دے، مونږه د هغه حفظ نه شو ليدے، زيد عالِمِ دين هم دے، مونږه د هغه عالِم کیدل  هم نه شو ليدے، زيد په يو فن کښې ماهر دے، مونږه د هغه مهارت نه شو ليدے۔

خو قربان شم! د رَبِّ کائنات د قُدرت نہ څه عجیبہ  شان ئےدے، علَّامه زُرقاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې به کله د خلقو په مينځ کښې وو نو قد مبارک به ئې لوړ ښکاريدلو، د دې مطلب دا نه دے چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک به هغه وخت لوړيدلو، بيا به وروستو خپل اَصلي حالت ته راتللو نه، نه۔۔۔!! داسې نه وه بلکه الله پاک چې خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته کوم معنوي عروج (برتري) او لوړ والے ورعطا کړے وو، د هغوئي د صفتونو او کمالونو چې کوم عروج (برتری)، لوړ والے او اوچت والے دے، دغه معنوي لوړ والے به کتونکو ته په ظاهري سترګو ښکاريدلو او هغوئي ته به داسې ښکاريده لکہ چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو نه لوړ او اوچت دي۔ ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا خو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک معجزې وې، اوس راځئ! د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مبارکو اندامونو يو څو معجزې اورو۔

(3): د اوريدلو د طاقت معجزې

 * زمونږه د آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غوږونه مبارک ډير ښکلي او کامِل وو * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غوږونه مبارک ډير سره او سپين وو * او مبارکې زُلفې ئې ډيرې تورې وې * چې کله


 

 



[1]...شرح الزرقانی،مقصدالثالث ،فصل الاول فی کمال خلقتہ و جمال صورتہ ،جلد:5 ،صفحہ:485۔