Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

رُوح د وخت د غوث وي نو يو خوا دومره د اعلیٰ او اوچتې مرتبې والا رُوح دے، بل خوا رُوح نه بلکه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک دے، مياں شير محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې د غوث رُوح چې څومره لطيف وي،د معجزو نبي،  رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم پاک بدن مبارک د غوث د رُوح نه 70 درجې زيات لطيف دے۔

روح تو سب کی ہے زِندہ ان کا                جِسْمِ پُر نُور بھی رُوحانی ہے

اَوروں کی رُوح ہو کتنی ہی لَطیف               اُن کے اَجْسَام کی کب ثانی ہے([1])

وضاحت: يعني د اَنبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام  مبارک بدنونه رُوحاني وي، د خلقو رُوح که هر څومره لطيف ولې نه وي، د اَنبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام د مبارکو بدنونو همره چرې هم لطيف نه شي کيدے۔

(2): د قد مبارک معجزه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د آقا او مولا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پاک بدن يوه بله ناشنا معجزه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د قامت يعني قَد مبارک معجزه ده۔

د انسان قَد که د جوسې مطابق وي نو ښه لګي، مثال پہ طور که چرې د چا بدن غټ وي او په قد ډير لوړ وي نو بيا عجبه ښکاري، هم داسې چې د چا بدن غټ وي او قد ئې ډير وړوکے وي، نو بيا به هم ډير عجيبه ښکاري۔ غرض د انسان قد، د هغه په حُسن باندې اَثر غورځوي، د حُسن تقاضا دا ده چې بدن هم نه ډير غټ وي، نه ډير موټا وي او په قد کښې هم نه ډير لوړ وي، نه ډير وړوکے بلکه درميانه (ميانه قد) وي۔

زمونږه آقا او مولا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو نه زيات ښکلے دے، ځکه رَبِّ کائنات د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بدن مبارک هم ډير مُعتَدِل جوړ کړو او قد مبارک ئې هم نه ډير زيات لوړ اوساتلو، نه ئې ډير وړوکے جوړ کړو بلکه د محبوبِ خُدا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک ډير مُنَاسب او درميانه وو۔

خو دلته يواشکال دے ھغہ دادےچی حُسن تقاضا کوي چې قد مبارک دی درميانه وي خو مسئلہ دا ده چې کله څوک لوړ قد والا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شی نو د هغه قد به د هغوئي


 

 



[1]...حدائقِ بخشش ،صفحہ:372 ۔