Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat
مبارک وو، هغوئي چې به کله هم يو کلي وال کَس ليدلو يا د داسې يو کَس سره به ميلاويدلو چا چې د رسولِ ذيشان،د مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نه وو کړے نو فرمائيل به ئې: آيا زه تاسو ته د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم صفتونه او کمالونه بيان کړم۔۔۔؟ بيا به ورته هغوئي د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم پوره حُليه مبارکه بيان کړله۔ ([1])
ہر آنکھ دیکھتی ہے تیرے ہی رُخ کا جلوہ ہر کان سُن رہا ہے پیارے کلام تیرا([2])
د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د کمالونو د ذِکرکولو يو څو فائدې
سُبْحٰنَ اللہ! سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ۔۔۔!! چاته لمونځ ښودل، د اوداسه طريقه ښودل، د روژې او زکوٰۃ وغیرہ مسئلې وئيل، د دې ټولو په خپل خپل ځائے ډير اهميت دے، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به خلقو ته دا څيزونه هم ښودل خو په اَوَّل نمبر به صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم صفتونه او کمالونه بیانول ځکه چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د کمالونو بيانولو او اوريدو سره په زړه کښې مينه زياتيږي، د خوږ آقا، د مکې مدنې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سره د زړه رشته مضبوطيږي او دا رشته چې څومره هم مضبوطه وي، هغه همره ايمان پخيږي او ايمان چې څومره پوخ وي، هغه همره په نيکو کښې زړه لګي او انسان د جنّت په لاره روانيږي۔ ([3])
ہر آنکھ دیکھتی ہے تیرے ہی رُخ کا جلوہ ہر کان سُن رہا ہے پیارے کلام تیرا([4])
علّامه محمد بن حُسَين آجُرِّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې الله پاک چې خپل محبوب نبي،رسولِ هاشمي
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته په دنيا او آخرت کښې کوم صفتونه او کمالونه او فضيلتونه ورکړي دي، د هغې نه ځان نه خبرول د اُمّت د پاره ډيره بده خبره ده۔ ([5])