Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

خبرې نه مې انکار نه شو کولے او د دريو ورځو د مدني قافلې مسافر جوړ شوم۔ په مدني قافله کښې د عاشقانِ رسول د صحبت په برکت ماته د ژوند مقصد معلوم شو، په خپلو ګناهونو پښيمانه شوم، زما د سترګو نه د غفلت پَټئ لرې شوی، د زړه حالت مې بدل شو، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې مې ژوند شروع کړو۔

دل کی کالک دُھلے مرضِ عصیاں ٹَلے          آؤ سب چل پڑیں قافلے میں چلو

کر سفر آئیں گے، تو سُدھر جائیں گے          اب نہ سستی کریں، قافلے میں چلو([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مختلف ايپلي کيشنز پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه د نيکئ دعوت عام کولو کښې مصروف دے۔ د دعوتِ اسلامي د  I.T ډيپارټمنټ د لاندې اوسه پورې بے شميره ايپلي کيشنز جوړ کړے شوي او لانچ کړے شوي دي: (1):تفسیر صِراطُ الجِنان موبائل ایپلي کیشن : د قرآنِ کريم لوستلو، په دې د پوهيدلو او د قرآنِ کريم د فيضان حاصلولو دپاره يو زبردست او ناشنا ايپلي کيشن دے۔ د دې په ذريعه قرآنِ پاک د ترجمې او تفسير سره لوستلے شي او د قرآنِ پاک په نور خپله سينه روښانه کيدے شي۔ (2): فیضانِ حدیث موبائل ایپلي کیشن: ډير ښکلے ايپلي کيشن دے، د دې په ذريعه تاسو د خپل خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حديثونه او د هغې شرح لوستلے شئ۔ اوس په دې ايپلي کيشن کښې د حديثِ پاک د مشهور کتاب مِشْکٰوۃُ الْمَصَابِیْح او د دې آسانه اُردو شرح مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح شامله کړے شوې ده، ډير زر به په دې کښې د حديثِ پاک نور کتابونه هم شامل کړے شي۔ د دې ايپلي کيشن په مرستې سره تاسو احادیث مبارک په کتابي شکل کښې (يعني د جلدونو په لحاظ سره) هم لوستلے شئ او د مختلفو موضوعاتو په لحاظ سره هم چې ستاسو کومه موضوع خوښه شي لوستلے شئ، په دې ايپلي کيشن کښې سرچ آپشن (يعني د لټولو آپشن) هم موجود دے، د کوم په ذريعه چې د هر يو حديث او د هغې شرح لټولے شئ۔ (3):بهارِ شریعت موبائل ایپلي کیشن : د


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:669-672۔