Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

مشهور مُفَسِّر، حکيمُ الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په وضاحت کښې فرمائي چې: ياد ساتئ! د معراج په شپه نه خو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سره جنّت ته تلے وو، نه هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معراج کړے وو بلکه حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د هغې شپې هغه واقعه بيان اوفرمائيله کومه چې به د قيامت نه پس وي چې د ټولو مخلوقاتو نه به مخکښې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په داسې شان سره جنّت ته ځي چې حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پہ خادمانہ شان سرہ د هغوئي نه مخکښې مخکښې روان وي۔ د دې نه دا معلومه شوه چې د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارکو سترګو او غوږونو ته دا شان عطا کړے شوے دے چې هغوئي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  لکونه کاله پس کيدونکي واقعات ويني هم او د هغې آوازونه اوري هم ، دا واقعه به د معراج د شپې نه څو لاکهه کاله پس کيږي خو قربان شم د هغه غوږونو نه چې د هغه وخت د واقعې آواز نن (يعني د معراج په شپه) اوري۔ ([1])

اے کرم کی کان، اے گوشِ حُضُور             سُن  لے  فریادِ  غریباں  اَلْغِیَاث([2])

 وضاحت: اے د کرم سر چينې، اے د حُضُور جانِ عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غوږونو مبارکو! زمونږ د غريبانانو فرياد واورئ، زمونږه مدد اوکړئ۔

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدلو ناشنا شان

اے عاشقانِ رَسُول! اوس د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدلو يو ناشنا شان واورئ! که په سائنسي لحاظ سره اوکتلے شي نو چې کله دوه څيزونه خپل مينځ کښې اوجنګيږي يا اوموښلے شي نو د دې نه آواز پيدا کيږي، دا آواز که چرې زمونږه د اوريدو د طاقت په دائرہ کښې وي نو مونږه هغه اوريدے شو، ګنې نو نه ئې اورو۔ بيا که چرې مونږه دا آواز واورو هم نو په هغې باندې د پوهيدلو د پاره ضروري ده چې په دغه آواز کښې لفظونه موجود وي او هغه لفظونه هم په هغه ژبه کښې وي کومه ژبه چې مونږ له راځي يعني دا ټولې تقاضې پوره وي، آواز وي، زمونږه غوږونو ته رارسي، په هغې کښې لفظونه هم وي، مونږه د دغه لفظونو په ژبه هم پوهيږو نو بيا مونږه د يو آواز اوريدو سره په هغې پوهيدے شو خو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدو څومره ناشنا شان دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په زرګونو کلو ميټره لرې آوازونه هم اوری، په لکونه کاله پس د کيدونکو واقعاتو


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح ،جلد:2 ،صفحہ:302 بتغیر قلیل ۔

[2]... ذوقِ نعت ،صفحہ:106۔