Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat
به مبارکو زلفو غوږونه مبارک د خپلو حلقو په ګيره کښې اخستل نو ډيره ښکلې نظاره به وه، د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها دا ښکلې نظاره بيانوي او فرمائي چې: د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مبارکو زلفو ترمينځه به سپين سپين غوږونه مبارک داسې ښکاريدل لکه څنګه چې د شپې په تياره کښې 2 ستوري ځليږي۔ ([1])
ہے کلامِ اِلٰہی میں شمس و ضُحے، ترے چہرۂ نُور فزا کی قسم
قسمِ شبِ تار میں راز یہ تھا کہ حبیب کی زُلْفِ دوتا کی قسم([2])
وضاحت: اے زما خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! الله پاک په قرآنِ پاک کښې د وَالضُّحیٰ فرمائيلو سره د مبارک مخ قسم کړے دے او د وَالَّيلِ اِذَا سَجیٰ فرمائيلو سره ئې ستاسو د زلفو قسم کړے دے۔
د آسمان د چغاری آواز ئې واوريدلو
د حديثِ پاک په مشهورو کتابونو تِرمذي، اِبنِ ماجه او مسند امام احمد کښې روايت دے: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه زه هغه (څه) وينم، کوم چې تاسو نه وينئ، زه هغه (څه) اورم، کوم چې تاسو نه اورئ۔ بے شکه آسمان چغارےاوکړو او د هغه حق دے چې هغه عچغيږی ځکه چې په آسمان د 4 ګوتو برابر ځائے هم داسې نشته، چرته چې فرښته تندے نه ږدي او رَبِّ کريم ته سجده نه کوي۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَوَّل خو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سترګو کمال اوګورئ! زمکه خو زمکه ده، آسمان د زمکې نه څو چنده لوئي دے او سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په زمکه د اوسيږی او د آسمان مشاهده کوي او اوګورئ! څومره ژوره مشاهده ده چې د آسمان د 4 ګوتو برابر حِصه هم داسې نشته کومه چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه پَټه وي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په زمکه تشريف فرما دے او ګوري چې په آسمان باندې د 4 ګوتو برابر ځائے هم خالي نشته چرته چې يوه فرښته تندے نه ږدي او رَبِّ کريم ته سجده نه کوي۔