Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

د سَيِّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پشان د اوچتې مرتبې والا عالمِ دين ټول عمر نعتونه اوليکل، په آخِر کښې ئې هم دا اووئيل:

تیرے تو وَصْف عیبِ تَناہی سے ہیں بَری

حیراں  ہُوں  میرے  شاہ  میں  کیا  کیا  کہوں  تجھے([1])

وضاحت: يعني ختميدل هم يو قِسم له عيب دے، يَا رسولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! ستاسو صفتونه او کمالونه خو داسې دي چې ”د ختميدو“ د عيب نه هم پاک دي، اے زما د کمال نه ډک آقا، بے مثاله آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! زه حيران يم چې ستاسو کوم کوم شان بيان کړم۔

په يو ځائے کښې فرمائي:

اے رضا خود صاحِبِ قرآں ہے مَدَّاحِ حضور

تجھ  سے  کب  ممکن  ہے  پھر  مِدْحت  رسولُ اللہ  کی ([2])

د چا تعريفونه چې رَبِّ کائنات په قرآنِ پاک کښې فرمائي، د هغوئي د تعريف حق زمونږ پشان ادنیٰ غلامان څنګه ادا کولے شي۔۔۔؟؟ بَس مونږ له دومره آرمان کول پکار دي چې الله پاک دې مونږ له د داسې عظيمُ الشَّان، بے مثله او بے مثاله، او د کمال نه د ډک آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د رښتوني غلام، عمل کوونکي او شکر ويستونکي اُمَّتي جوړيدو توفيق راعطا کړي! کاش! چې په زړه کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم داسې ډيوې بَلې شي چې دنيا خو لا څه کړې چې قبر هم په دې ډيوه روښانه شي۔

لحد میں عشقِ رُخِ شَہ کاداغ لے کے چلے        اندھیری رات سنی تھی، چراغ لے کے چلے ([3])

وضاحت: اوريدلې مې دي چې د قبر شپه تياره وي، نو ځکه مونږ په زړه کښې عشقِ رسول ځائے کړو، دغه هغه ډيوه ده، کومه چې به د قبر تياره رنړا کړي۔

د جشنِ وِلادت (د زيږيدلو د ورځې خوشحالي) او د ميلاد د جلوس په باره کښې مدني ګل

اے عاشقانِ رَسُول! سبا دولسم شريف دے۔ د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم


 

 



[1]...حدائقِ بخشش،صفحہ:175۔

[2]...حدائقِ بخشش،صفحہ:153۔

[3]...حدائقِ بخشش،صفحہ:369۔