Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

تعلق پاتې نه شي نو مَعَاذَ الله! رسالت به پاتې نه شي۔ اوس به دا کتل پکاردی چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اُمّت دائرہ تر کوم ځائے پورې ده؟ الله پاک ارشاد فرمائي:

تَبٰرَكَ الَّذِیْ نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلٰى عَبْدِهٖ لِیَكُوْنَ لِلْعٰلَمِیْنَ نَذِیْرَ ﰳاۙ (۱)

(پارہ:18 ،سورۂ فرقان:1)

ترجمۀ کنز الايمان: هغه (الله) ډير برکت والا دےھغہ چا چې په خپل بنده باندې قرآن نازل کړو د پاره د دې چې هغه ټول جهان والوؤ ته ويره اوروونکے وي۔

معلومه شوه چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم جهانونو ته د ويرې اورولو د پاره تشريف راوړے دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو جهانونو رسول دے * د عالَمِ اَرواح هم هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم رسول دے * د عالَمِ دنيا هم رسول دے * د عالَمِ برزخ هم رسول دے، ځکه د هغوئي رسالت دا تقاضا کوي چې د هغوئي تعلق به هر وخت د ټولو جهانونو سره هم دغه شان قائم وي۔ هم دا وجه ده چې کله هغوئي په دې دنيا کښې تشريف فرما وو نو د عالمِ برزخ سره ئې هم پرله پسې تعلق قائم وو، اوس چې هغوئي په عالَمِ برزخ کښې تشريف فرما دي نو اوس هم د دې دنيا سره د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم تعلق هم هغه شان قائم دے۔ ([1])

وہ جو نہ تھے تو کچھ نہ تھا، وہ جو نہ ہوں تو کچھ نہ ہو      جان ہیں وہ جہان کی، جان ہے تو جہان ہے([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د نورو اندامونو مبارکو معجزې

اے عاشقانِ رَسُول! زمونږ آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سراسر معجزه ده۔ د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم موئے (ويښته) مبارک داسې بے مثاله او د کمال والا دي چې صدئ تيرې شوې * نن هم اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په دنيا کښې په زرګونو عاشقانِ رسول سره صحيح او سلامت موجود دي * نن هم د موئے مبارک په برکت سره شِفا ميلاويږي * د موئے مبارک په برکت سره سختې حل کيږي * که د سرکارِ عالي وقار، د مکې


 

 



[1]...مواعظِ کاظمی،جلد:1، صفحہ:22 -23 ملخصًا۔

[2]...حدائقِ بخشش،صفحہ:178۔