Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  نه دَنګ (لوړ) ښکاري نو دا څنګه کيدے شي۔۔۔!!ولی چی زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو دَنګو نه دَنګ دے۔

سب سے اَولیٰ و اعلیٰ ہمَارا نبی                 سب سے بالا و وَالا ہمَارا نبی

سارے اُونچوں سے اُونچا سمجھئے جسے          ہے اس اونچے سے اُونچا ہمارا نبی

خلق سے اَولیا اَولیا سے رُسل                  اور رَسولوں سے اَعلیٰ ہمَارا نبی([1])

که چرې کوم کَس په ظاهره هم د محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه دَنګ ښکاره شي، نو رَبِّ کائنات هغه هم خوښ نه کړو!!

 اوس يو خوا د حُسن تقاضا ده چې قد مبارک درميانه وي، بل خوا دا ضروری دہ چې څوک په ظاهره هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه دَنګ ښکاره نه شي، نو رَبِّ کائنات د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک درميانه اوساتلو او ورسره ئې دا معجزه هم عطا کړله چې که هر څومره لوړ قد والا انسان ولې نه وو چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  په خدمت کښې به حاضر شولو نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک به ترې دَنګ (لوړ) ښکاريدلو۔

د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِّيقه طيّبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: نُور والا آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې به کله هم د لوړ قد والا کَسانو په مينځ کښې روان وو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به په هغه ټولو کښې لوړ ښکاريدلو خو د حيرانتيا خبره دا وه چې څنګه به د هغه لوړ قد والوو تنانو نه بيل شولو نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک به درميانه ښکاريدلو۔ ([2])

د مسلمانانو څلورم خليفه، حضرت علي المرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم قد مبارک درميانه وو خو چې کله به هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د خلقو په مينځ کښې تشريف ايښودے وو نو د ټولو نه به لوړ ښکاريدلو۔ ([3])

تِرا قَد تو نادرِ دَہر ہے کوئی مِثْل ہو تو مِثال دے

نہیں گُل کے پودوں میں ڈالیاں کہ چمن میں سَروِ چَماں نہیں([4])


 

 



[1]...حدائقِ بخشش ،صفحہ:140۔

[2]...خصائص الکبریٰ،باب الآيۃ فی طولہ  صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ و َسَلَّم  ،جلد:1،صفحہ:116۔

[3]...شرح الزرقانی،مقصدالثالث ،فصل الاول فی کمال خلقتہ و جمال صورتہ ،جلد:5 ،صفحہ:485۔

[4]...حدائقِ بخشش،صفحہ:109۔