Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

آوازونه هم اوري، اوس د دې نه لږ وړاندې لاړ شئ! دا څه چې مو واوريدل، هلته خو کم از کم آواز خو وو خو څومره عجیبہ  شان دے چې چرته په ظاهره څه آواز پيدا شوے هم نه وي، د آواز چپې هم جوړې نه وي، لفظونه هم نه وي، زمونږه آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بيا هم اوريدلے شي او پوهيږي پرې هم۔

د ابو داؤد شريف حديثِ پاک دے، حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: د غزوۀ خيبر موقع وه، يوې غير مسلمې زنانه يوہ وريتہ کړے شوې چيلئ (بيزه) په بارګاهِ رسالت کښې د ډالئ په طور وړاندې کړه، خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هغه ډالئ قبوله کړه، د هغه وريتې کړے شوې چيلئ (بيزې) يوه ښپه ئې واخسته، پخپله ئې خوړله، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم د غوښې خوراک شروع کړو، اوس ئې لا يو دوه نمړئ اخستې نہ وې چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ټول د خوراک نه منع کړل، بيا ئې هغه غير مسلمه زنانه راوبلله، پوښته ئې ترې اوکړه: آيا تا په دې غوښه کښې زهر اچولي دي؟ هغې اووئيل: آؤ! زهر خو مې پکښې اچولي دي خو دا خبره تاسو ته چا اوکړه؟ عظيم اوريدونکي نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: اَخْبَرَتْنِیْ ھٰذِہٖ فِیْ یَدِیْ يعني د دې وريتې کړے شوې چيلئ (بيزې) ښپې کومه چې زما په لاس کښې ده، ماته وئيلي دي۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! غور اوکړئ! چيلئ (بيزه) ژوندئ نه ده، ذَبَح کړے شوې ده بلکه د ذَبَح کولو نه پس پخه کړے شوې او وريته کړے شوې ده، اوس به د دې نه آواز څنګه راوځي؟ په دې کښې به لفظونه د کوم ځائے نه راځي؟ خو دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اوريدو شان دے، په ظاهره څه آواز نشته، څه لفظونه هم نشته، سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د وريتې کړے شوې چيلئ (بيزې) د ښپې خبره واوريدله هم او پوهه پرې هم شو۔

دُور و نزدیک کے سُننے والے وہ کان           کانِ لعلِ کرامت پہ لاکھوں سلام([2])

وضاحت: د خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د غوږونو مُبارکو دا معجزه ده چې د لرې او نزدې نه يو شان اوري، داسې مبارک غوږونه کوم چې د عزّت او عظمت د لعلونو سر چينه ده، په دغه مبارکو غوږونو باندې دې په لکونو سلامونه وي۔


 

 



[1]...ابو داؤد،کتاب الدیات ،باب فیمن سقی رجلا،صفحہ: 711 ،حدیث:4510 ۔

[2]...حدائقِ بخشش،صفحہ:300۔