Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مونږ له د ماسپخين جَمعه راکړله، د جُمات په آخري صَف کښې يو کَس وو، هغه په لمونځ کښې څه غلطي اوکړه، کله چې لمونځ مکمل شو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سلام اوګرځولو نو هغه آخري صَف والا کَس له ئې آواز ورکړو او اوئې فرمائيل: اے فلانکيه! آيا ته د الله پاک نه نه ويريږې؟ آيا ته دې ته نه ګورې چې لمونځ څنګه کولے شي؟

بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل چې: آيا ته دا ګنړې چې زما نه ستا څه عمل پَټ دے؟ په الله پاک مې دې قسم وي! ماته وروستو هم هر څه داسې ښکاري، لکه څنګه چې راته خپلې مخې ته ښکاري۔([1])  

  سُبْحٰنَ اللہ! څنګه د کمال نظر دے! حکيمُ الاُمت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې د دې حديثِ پاک نه يو څو مسئلې ثابتې شوې: (1): د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سترګې مبارکې وړاندې، وروستو، ښي، ګَس اړخ، په تياره او رنړا کښې هر څيز ويني (2): د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سترګو مبارکو په مينځ کښې هيڅ ديوال يا پرده نشته، * اوګورئ! حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د امامت په مصله باندې دے او هغه کَس په آخري صَف کښې، په مينځ کښې ډير صفونه دي خو د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم پاک نظر ته د هغه هر حرکت ښکاري او دا به ولې نه وي * چې کله حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام د 3 ميله په فاصله باندې ميږے ويني او د هغه آواز اوري * آصف بن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شام کښې ناست وي او د ملکه بلقيس يمني تخت ويني * عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په کورونو کښې دننه خوړلے شوي خوراکونه او جمع کړے شوې غله ويني نو حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم خو سيدُ الاَنبِيا دے (نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سترګې مبارکې به لرې او نزدې، پَټ او ښکاره څيزونه څنګه نه ويني)۔ (3): مفتي صاحِب نور فرمائي چې: ( د دې حديثِ پاک نه يو اهم دَرس دا حاصل شو چې) هر اُمَّتي له پکار دي چې په لمونځ کښې خيال کوي چې ما حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويني، اوګورئ! سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: زه تاسو وروستو هم وينم، ځکه سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د قيامت د ورځې پورې خپل هر اُمَّتي ويني۔ [2])

   سَيِّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نظر کمال بيانوي او فرمائي:

شش جِہَت سمتِ مقابلِ شب و روز ایک ہی حال

دُھوم  وَالنَّجْم   میں   ہے   آپ   کی   بینائی   کی([3])


 

 



[1]...مسند احمد،مسند ابی ہریرہ،جلد:4 ،صفحہ: 662 ،حدیث:10049۔

[2]...مرآۃ المناجیح،جلد:2 ،صفحہ:30 -31 بتغیر قلیل ۔

[3]...حدائقِ بخشش،صفحہ:154۔