Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat
اوکړئ! ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ګيره پريښودل (ساتل) د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سُنَّت دي بلکه د ټولو انبيائے کرامو سُنَّت دي * زمونږه د خوږ آقا او مولا، مکې مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ګيره مبارکه به هميشه د يو موټي په مقدار وه * که چرې د يو موټي نه به غټه شوه نو کموله به ئې * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ګيره مبارکه په پلَن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به ئې ډَکَه ساتله۔ ([2])
* زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به ګيره خريل او بريت غټول بالکل نه خوښول * په بهارِ شريعت کښې دي: ګيره خريل يا د يو موټي نه کمه ساتل حرام دي۔ ([3])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبۃ المدینه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ تہ د عمل کولو توفيق رانصیب کړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم