Book Name:Dost Kaise Banaye

یٰۤاَیُّہَا  الَّذِیۡنَ  اٰمَنُوۡا  لَا تَتَّخِذُوۡا عَدُوِّیۡ  وَ عَدُوَّکُمۡ  اَوۡلِیَآءَ  تُلۡقُوۡنَ اِلَیۡہِمۡ  بِالۡمَوَدَّۃِ  وَ قَدۡ کَفَرُوۡا بِمَا جَآءَکُمۡ  مِّنَ الۡحَقِّ ۚ

(پارہ:28، سورۂ مُمْتَحِنَه:1)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والوؤ زما او خپل دښمنان دوستان مه جوړوئ تاسو هغوئي ته خبرونه رسوئ په دوستئ سره حالانکه هغوئي مُنکر دي د هغه حق نه کوم چې تاسو ته راغلے دے۔

په تفسير صراط الجنان کښې دي چې اے ايمان والوو! کافِران خپل دوستان مه جوړوئ کوم چې زما او ستاسو دښمنان دي۔ ([1]) د کافِرانو سره دوستي کول، د هغوئي مدد کول، د هغوئي نه مدد غوښتل او د هغوئي سره د محبت رابطې (يعني تګ راتګ) ساتل منع دي، په مسلمانانو باندې د دينِ اسلام د هر مخالف نه بيليدل او جدا کيدل واجب دي۔ ([2])

مونږه بے وفائي نشو کولے۔۔۔

بعضې خلق کومو چې د خرابو خلقو سره دوستيانې جوړې کړې وي، هغوئي که چرې پوهه کړے شي چې وروره! د خرابو دوستانو سره کښيناستل ښه خبره نه ده، دوئي پريږده او د ښه خلقو سره کښينه! نو هغوئي ته شيطان د وفا فلسفه ښائي چې مونږه هيڅکله هم بے وفائي نشو کولے، چې دوستي مو ورسره شروع کړې ده نو اوس به دا په هر حالت کښې پوره کوو۔

په دې کښې وړومبئ خبره خو دا ده چې مونږه د چا د دوست کيدو نه مخکښې د الله پاک بنده ګان او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان يو، که چرې مونږه واقعي وفادار يو نو مونږه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حکمونو سره څومره وفا کړې ده؟ الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: خراب دوستان مه جوړوئ! مونږه ئې جوړوو، الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د ريښتينو او ښه [خلقو] سره اوسئ، مونږه د خرابو سره کښينو۔ آخِر مونږه دلته وفادار ولې نه يو؟

هسې به هم د دوستانو وفا آخِر د کوم ځائے پورې وي؟ د قبر د کندې پورې۔۔۔! بس! آه! مونږ ته معلومه نه ده چې مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام کله د رُوح قبض کولو د پاره تشريف راوړي، بس! د دې ساه د اودريدو انتظار دے، زمونږه دا دوستان به مونږه د تياره قبر په کنده کښې يواځې پريږدي او بيرته به لاړ شي، بيا به نه څوک دوست وي، نه يار،


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان،پارہ :28، سورۂ مُمْتَحِنَہ ، تحت الآیۃ:1، جلد:10، صفحہ:101۔

[2]...تفسیر صراط الجنان،پارہ:6، سورۂ  مائدہ، تحت الآیۃ:51، جلد:2، صفحہ:448 ملتقطاً۔