Book Name:Dost Kaise Banaye

نه وفاګانې وي، نه لوظونه، بَس مونږه به يو او زمونږه ښه او بد عملونه به وي۔ آه! بيا به د قيامت وحشتناکه ورځ راځي، هلته د بے لمانځه دوستانو پکار راتلل خو غټه خبره ده، سَکه مور به هم د يو ځوي نه مخ اَړَوي، بيا به دا وفاګانې چرته ځي؟ څوک به وي مونږه د دوزخ نه بچ کولو والا۔۔۔؟

مِٹا دے ساری خطائیں مِری مِٹا یا ربّ!              بنا دے نیک بنا نیک دے بنا یا ربّ!

بنا دے مجھ کو الہٰی خُلوص کا پیکر                          قریب آئے نہ میرے کبھی رِیا یا ربّ!

اندھیری قبر کا دل سے نہیں نکلتا ڈر                     کروں گا کیا جو تُو ناراض ہو گیا یا ربّ!

گناہگار ہوں میں لائقِ جہنم ہوں                            کرم سے بخش دے مجھ کو نہ دے سزا یا ربّ ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

وفادار دوست څوک۔۔۔؟

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قيامت ورځ د خرابو دوستيانو ختميدو ورځ ده، آؤ! يو دوست دے کوم چې به د قيامت په ورځ هم وفا کوي، هغه کوم دوست دے؟ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اَلۡاَخِلَّآءُ  یَوۡمَئِذٍۭ بَعۡضُہُمۡ لِبَعۡضٍ عَدُوٌّ  اِلَّا الۡمُتَّقِیۡنَ (ؕ۶۷)  (پارہ:25، سورۂ زخرف:67)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: په هغه ورځ به خواږه دوستان د يو بَل دښمنان شي سيوا د پرهيزګارانو نه۔

په تفسير صراط الجنان کښې د دې آيت لاندې ليکلي دي: په دنيا کښې چې کومه دوستي په کُفر او ګُناه باندې وه هغه به د قيامت په ورځ په دښمنئ کښې بدله شي او ديني دوستي او هغه محبت کوم چې د الله پاک د پاره وو هغه به په دښمنئ کښې نه بدليږي بلکه باقې به وي۔ ([2])

د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه د دې آيت په تفسير کښې روايت دے، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: 2 دوستان مومنان دي او 2 دوستان کافِران۔ په مومنانو دوستانو کښې چې يو مړ شي نو د الله پاک په بارګاه کښې عرض کوي: يا الله پاکه! فلانکي به ماته ستا او ستا د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمانبردارئ کولو او د نيکئ کولو حکم کولو او زه به ئې د ګناه نه منع کوَلَم او دا خبر به ئې راکولو چې ماته ستا په حُضُور کښې حاضريدل دي، يا الله پاکه! هغه زما نه پس مه بے لارې کوه او هغه له داسې هدايت ورکړه لکه څنګه هدايت چې دې ماله راکړے دے او د هغه داسې اکرام اوفرمايه۔ چې کله د هغه مومن دوست مړ شي نو الله پاک دواړه يو ځائے کړي او فرمائي چې په تاسو کښې هر يو د يو بَل تعريف کوي، نو هر يو وائي چې دا ښه ورور دے، ښه دوست دے، ښه ملګرے دے۔ او په 2 کافِرانو ملګرو کښې چې کله يو مړ شي نو دعا کوي: يا الله پاکه! فلانکي به زه ستا او ستا د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمانبردارئ نه منع کوَلَم او د ګناه حکم به ئې راکولو، د نيکئ نه به ئې منع کوَلَم او دا خبر به ئې راکولو چې ماته ستا په حُضُور


 

 



[1]... وسائلِ بخشش،صفحہ:78۔

[2]... تفسیرکبیر،پارہ:25،سورۂ زخرف،زیرِ آیت:67 ،جلد:9، صفحہ:641 ملتقطاً ۔