Book Name:Dost Kaise Banaye

فرمائي: رښتوني دوستان لټوئ او د هغوئي په پناه کښې ژوند تيروئ ځکه چې دوئي د خوشحالئ په حالت کښې ښکلا او د ازميښت په وخت سامان دے۔ او د يو ګنهګار صحبت مه اختياروئ ګنې نو بيا به د هغه نه ګناه زده کوئ۔ ([1])

 د علمائے کرامو په صحبت کښې کښيناستل عِبادت دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پکار دي چې د علمائے کرامو په صحبت کښې کښينو، د دوئي سره دوستي کوؤ، د الله پاک د رضا د پاره د عاشقانِ رسول علمائے کرامو سره محبت کوؤ۔ د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د علمائے کرامو په صحبت کښې کښيناستل عبادت دے۔ ([2])

د کنزُ العمال شريف حديثِ پاک دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د علماؤ په صحبت کښې کښيناستو تحقيق هغه زما په صحبت کښې کښيناستو او څوک چې زما په صحبت کښې کښيناستو يقيناً هغه د الله پاک په بارګاه کښې کښيناستو۔([3])

حضرت سفيان بن عُيَينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل چې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ارشاد دے: د داسې خلقو صحبت اختيار کړئ د چا د شکل ليدلو سره چې تاسو ته الله راياد شي، د چا خبرې چې ستاسو عِلم زيات کړي، د چا عمل چې تاسو له د آخرت شوق درکړي۔ ([4])

د ښه دوست 5 صفتونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دوست دې څنګه وي؟ په دې تعلق سره حُجَّةُ الاسلام، امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د انسان د پاره د هغه د خصلتونو او صفتونو نه ځان خبرول ضروري دي د کومو په وجه چې د چا د صحبت په اختيارولو کښې رغبت کولے شي۔ نور فرمائي: صِرف د داسې کَس صحبت اختيارول پکار دي په کوم کښې چې دا 5 خوبيانې وي:

وړومبے صفت: چې عقلمند وي

امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د کم عقل سره د کښيناستو هيڅ فائده نشته، که د هغه ملګرتيا هر څومره


 

 



[1]...احیاء العلوم،کتاب: آداب الالفۃ …الخ،باب :الاول ، جلد:2،صفحہ:212 ملتقطًا۔

[2]...مسندِ فردوس،جلد:4،صفحہ:156،حدیث:6486۔

[3]...کنز العمال،کتاب:العلم ،باب :الاول فی الترغیب فیہ،جز:10،جلد:5 ،صفحہ:74 ،حدیث:28879۔

[4]...جامع بیان العلم و فضلہ ،باب جامع فی آداب العالم و المتعلم،جلد:1،صفحہ:416 ،رقم:815۔