Book Name:Dost Kaise Banaye
يا الله پاکه! زما دوستان نيکان جوړ کړې!
تاجدارِ لاهور، شيخُ المَشَائِخ، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل د زمانې په مشهور کتاب کشفُ المَحجُوب کښې ليکي: يو کَس د کعبې شريفې طواف کولو، په هغه وخت د هغه په خُله باندې صِرف يوه دُعا وه: اَللّٰہُمَّ اَصْلِحْ اِخْوَانِی اے الله پاکه! زما دوستان نيکان جوړ کړې۔ چا ترې پوښتنه اوکړه: په دې ځائے کښې ته د ځان د پاره دُعا ولې نه کوې؟ هغه کَس ډير د کمال جواب ورکړو، اوئې وئيل: زه (دلته په مکه مکرمه کښې يم نو په نيکو کارونو کښې مصروف يم خو ډير زر ماته) د خپلو دوستانو خوا له تلل دي، که چرې هغوئي نيکان جوړ شول نو زه به هم نيک جوړ شم او که چرې هغوئي خراب شول نو د هغوئي خرابي به ماته هم رارسي، ځکه زه د خپلو دوستانو د پاره دُعا کووم۔ ([1])
بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ گناہوں سے ہردم بچا یاالٰہی!
مِرا ہر عمل بس ترے واسطے ہو کر اِخلاص ایسا عطا یاالٰہی!([2])
يا الله! ما د خرابو خلقو نه بچ کړې۔۔۔!!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د انسان طبيعت او فِطرَت داسې دے چې بالکل يواځې ژوند نشي تيرولے، الله پاک زمونږه د انسانانو ضرورتونه د يو بَل سره داسې تړلي دي چې که مونږه غواړو او که نه غواړو خو د يو بَل سره به ژوند تيروو، مونږ ته چرته نا چرته، په څه نا څه لحاظ سره د نورو خلقو ضرورت وي۔ نقل دي: چې يو کَس داسې دُعا کوله: اَللّٰہُمَّ اغْنِنِی عَنِ النَّاس اے الله پاکه! ما د خلقو نه بے نيازه کړې۔ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو اوئې فرمائيل: اے انسانه! زه وينم چې ته د الله پاک نه د مرګ سوال کوې۔۔۔!! بے شکه انسانان چې تر څو پورې ژوندې دي، د يو بَل نه بے نيازه کيدے نشي۔ د دې په ځائے داسې دُعا کوه: اَللّٰہُمَّ اغْنِنِی عَنْ شِرَارِ النَّاس اے الله پاکه! ما د خرابو خلقو نه بچ کړې۔۔!! ([3])
د دوستئ آداب زده کول ضروري دي؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې مونږه د خلقو سره د يو ځائے پاتې کيدو، تعلقاتو وغيره نه بے