Book Name:Dost Kaise Banaye
نيازه کيدے نشو، تر څو پورې چې ژوندي يو، زمونږه به د نورو خلقو سره ميلاويدل، کښيناستل پاڅيدل، دوستي، تعلق ساتل وي۔ هم دا وجه ده چې په دينِ اسلام کښې د دوستئ او نيک صحبت په آدابو باندې ډير زور ورکړے شوے دے۔ حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نفس عادت دے چې د خپلو ملګرو نه راحت بيامومي، د کوم قِسم خلقو سره چې کښينې پاڅي، د هغوئي عادتونه اختياروي، ځکه مشائخِ (يعني اوليائے کرام) د ټولو نه اوَّل د دوستئ په حقونو باندې تَوَجو ورکوي او مُريدانو ته د دې ترغيب ورکوي، تر دې پورې چې د مشائِخو تر سنګ د دوستئ آداب زده کول او په دې باندې عمل کول د فرضو درجه لري۔ ([1])
انسان د خپل دوست په دِين باندې وي
د ترمِذي شريف حديثِ پاک دے، د الله پاک آخِري نبي، رسولِ
هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم اوفرمائيل:
الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيْلِهِ،
فَلْيَنْظُرْ اَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ انسان د
خپل دوست په دين باندې وي، ځکه په تاسو کښې هر يو له پکار دي چې هغوئي اوګوري چې د
چا سره دوستي کوي۔ ([2])
يعني عام طور انسان د خپل دوست سيرت او اخلاق اختيار کړي، کله نا کله د هغه مذهب هم اختيار کړي، ځکه د ښه [خلقو] سره دوستي کوئ د پاره د دې چې تاسو هم ښه جوړ شئ! او د چا سره د دوستئ کولو نه مخکښې د هغه کره کتنه اوکړئ چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداره دے که نه۔ صوفيائے کرام فرمائي: د انسان په طبيعت کښې د اخستو خاصِيَّت دے، د حِرص کوونکي د صحبت سره به حِرص او د زاهد د صحبت سره به زُهد او تقویٰ ميلاويږي (ځکه هر يو له پکار دي چې د چا د دوست جوړولو نه مخکښې ښه غور او فِکر اوکړي، هغه دې اوتَلي [يعني ښه کره کتنه دې اوکړي] چې زه د چا سره دوستي کووم)۔ ([3])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حديثِ پاک باندې بيا بيا غور اوکړئ! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيْلِهِ انسان د خپل دوست په دِين باندې وي۔
د دې نه پته لګي چې دوست جوړول څومره اهمه معامله ده۔ دلته خو خلق په لاره روان وي او دوستي ئې