Book Name:Dost Kaise Banaye

بدل شو۔ په سر مې د عمامې [پَټکي] شريف تاج په سر کړو او د شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مُريد جوړ شوم او د هغوئي د کرم لمن مې اونيوله۔ د مدني قافِلې نه په بيرته راتللو ما د بد مذهبو سره ناسته پاسته پريښوده او د خپل ظاهر او باطن نور ښکلي کولو د پاره مې په تربيتي کورس کښې داخله واخستله۔ ([1])

پينځم صفت: چې د دُنيا حِرص نه لري

مونږ ته چې څوک دوست جوړول دي، د هغه پينځمه خوبي دا ده چې مونږه چې څوک دوست جوړول غواړو، هغه د دنيا لالچي نه وي۔ ځکه چې لالچي انسان د يو څو روپو په لالچ کښې څه نا څه کوي۔

دريمه ډوډئ څه شوه۔۔۔؟؟

د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په خِدمت کښې يو سړي عرض اوکړو: یَا رُوْحَ اللہ! زه ستاسو په خِدمت کښې د پاتې کيدو سره [ستاسو] خِدمت کول غواړم او د شريعت عِلم حاصلول غواړم، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هغه له اجازت ورکړو، تلل تلل چې کله دواړه د يو نهر غاړې ته اورسيدل نو هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: راځه چې ډوډئ اوخورو! د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام سره 3 ډوډئ وې، چې دواړو يوه يوه ډوډئ اوخوړله نو حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د نهر نه اوبه څښلې، هغه کَس دريمه ډوډئ پټه کړه۔ کله چې هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام اوبه اوڅښلې او بيرته ئې تشريف راوړلو، ډوډئ چې ئې اونه ليدله نو اوئې فرمائيل: دريمه ډوډئ څه شوه؟ هغه دروغ اووئيل چې: ماته پته نشته، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام چپ پاتې شولو۔

لږ سعت پس ئې اوفرمائيل: راځه چې مخکښې ځو! په لاره کښې ورته يوه هوسئ ميلاؤ شوه د کومې سره چې 2 بچي وو، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د هوسئ يو بچے د ځان خوا ته راوبللو، هغه راغلے، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هغه ذبح کړو، ورِيت ئې کړو او دواړو په شريکه اوخوړلو۔ د غوښې خوړلو نه پس هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هډوکي راجمع کړل او اوئې فرمائيل: قُمْ بِاِذْنِ اللہ (د الله پاک په حکم سره ژوندے شه او اودريږه) د هوسئ بچے ژوندے شو او د خپلې مور سره لاړے۔ هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هغه کَس ته اوفرمائيل: ستا دې په الله پاک باندې قسم وي! چا چې ماته د دې معجزې ښودلو قدرت عطا کړو۔ رښتيا اووايه، هغه دريمه ډوډئ څه شوه؟ هغه اووئيل: ماته پته نشته۔ اوئې فرمائيل: راځه چې مخکښې ځو۔ تلل تلل يو درياب ته اورسيدل، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د هغه کس لاس اونيولو او په اوبو باندې د پاڅه


 

 



[1]... عشقِ رسول،صفحہ:50۔