Book Name:Dost Kaise Banaye

هغوئي سره دوستي کوؤ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت په ورځ به د دوئي سره يو او الله دې نه کړي! که چرې نن مونږه د دوزخ په لاره د تلونکو سره کښينو * څوک چې لمونځونه نه کوي * روژې نه نيسي * سندرې باجې اوري * فلمونه ګوري * کنځلې کوي * جنګ جګړې کوي * شراب څښي * جواري کوي * د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نا فرماني کوي، که چرې مونږه د داسې کَسانو سره دوستي اوکړه او خدائے دې نه کړي د توبې کولو نه بغير د دنيا نه لاړ شو نو آه! د حديثِ پاک مطابق به د قيامت په ورځ د دوئي سره پاڅولے شو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې ښه په غور او فِکر سره دوستي اوکړو۔

د کافِر د دوستئ خطرناک انجام

يو کَس وو: عُقبَه بن اَبي مُعِيط، دا د مکې مکرمې اوسيدونکے کافِر وو۔ د خوږ آقا، د مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې به حاضِريدو، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور نه ډَکې خبرې به ئې اوريدلې، هغوئي به ئې خوښول، البته هغه کلمه نه وه وئيلې، يوه ورځ هغه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل کور ته د دعوت دپاره اوبللو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف يوړلو، خوراک حاضِر کړے شو۔ رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: تر څو پورې چې ته کلمه اونه وائې او مسلمان نه شې، زه به ستا د کور خوراک هيڅکله هم اونه خورم۔ هم دغسې عُقبَه بن ابي مُعِيط په ظاهره باندې کلمه اووئيله، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوراک اوخوړلو او واپس ئې تشريف يوړلو۔

د عُقبَه بن ابي مُعِيط د اُبَي بن خَلف سره دوستي وه، اُبَي بن خَلف د مکې مکرمې ډير لوئي ظالم کافِر وو، کله چې هغه ته پته اولګيده چې عُقبَه رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له په خپل کور کښې دعوت ورکړے وو او کلمه ئې هم وئيلې ده نو هغه کافِر غصه شو، هغه عُقبَه اوغولولو او اوئې وئيل: زما او ستا د دوستئ اوس بس يو صورت دے، هغه دا چې ته د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په بد تميزئ سره وړاندې راشې! مَعَاذَ الله!

  اوس د عُقبَه بن ابي مُعِيط سره 2 لارې وې، يو خوا د هغه دوست وو، بَل خوا د الله پاک د محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاکه لمن او د دواړو جهانونو خير وو خو اَفسوس! عُقبَه بن ابي مُعِيط د کافِر دوستي خوښه کړه، دا بدبخته بارګاهِ رسالت ته راغلے او ده ډيره ګستاخي اوکړه ([1])، په دې باندې د 19 سيپارې، د


 

 



[1]... خازن، پارہ:19،سورۂ فرقان،زیرِ آیت:27،جلد:3 ،صفحہ:312۔