Book Name:Dost Kaise Banaye
د ښه دوست دريم صِفت دا دے چې هغه فاسِق (يعني په ګناهونو کلک اودريدو والا يا ښکاره ګناه کوونکے) نه وي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَا تُطِعۡ مَنۡ اَغۡفَلۡنَا قَلۡبَہٗ عَنۡ ذِکۡرِنَا وَ اتَّبَعَ ھَوٰىہُ وَ کَانَ اَمۡرُہٗ فُرُطًا (۲۸) (پارہ:15، سورۂ کہف:28)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: او د هغه خبره مه منئ د چا زړه چې مونږه د خپل ياد نه غافِله کړو او هغه په خپلو خواهشونو پسې روان شو او د هغه کار د حد نه تير شو۔
په يو ځائے کښې ئې ارشاد اوفرمائيلو:
فَاَعۡرِضۡ عَنۡ مَّنۡ تَوَلّٰی ۬ۙ عَنۡ ذِکۡرِنَا وَ لَمۡ یُرِدۡ اِلَّا الۡحَیٰوۃَ الدُّنۡیَا (ؕ۲۹) (پارہ:27، سورۂ نجم:29)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: نو تاسو د هغه نه مخ واوړوئ څوک چې زمونږه د ياد نه واوړيدو او هغه صرف د دنيا ژوند اوغوښتو۔
ځکه د ګنهګارانو او فاسِقانو د صحبت نه هميشه ځان بچ ساتئ چې څوک د ګناه عادت لري، د هغه صحبت بعضې وخت د غټې بربادئ سبب جوړيږي۔
د شرابيانو د صحبت خطرناک انجام
علّامه احمد ذهبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کَس به د شرابيانو په صحبت کښې کښيناستو، کله چې د هغه د مرګ وخت رانزدې شو نو چا هغه ته د کلمې شريفې وئيلو تلقين اوکړو خو افسوس! د هغه په آخري وخت کښې کلمه وئيل نصيب نه شوه، د کلمې په ځائے هغه اووئيل: ته هم اوڅښه او په ما هم اوڅښه! دا ئې اووئيل او هغه د دنيا نه رُخصت شو۔ داسې چې د يو شطرنج کولو والا آخِري وخت راغلے نو هغه ته د کلمې وئيلو تلقين اوکړے شو، په دې باندې هغه د کلمې وئيلو په ځائے اووئيل: شَاہَکَ (يعني ستا بادشاه)، دا ئې چې اووئيل نو هغه ساه ورکړه۔ ([1])
آہ سلبِ ایمان کا خوف کھائے جاتا ہے کاشکے مِری ماں نے ہی نہیں جنا ہوتا([2])