Book Name:Dost Kaise Banaye

شي۔ يوه نيمه ګهنټه ئې په بس کښې يو ځائے سفر اوکړو، خبرې اترې اوشوې، خپل نمبر ئې ورکړو، د هغه نمبر ئې واخستو او دوستي ئې شوه بلکه اوس خو جديد دور دے، آن لائن دوستيانې کيږي، نه ئې مخامخ کَس ليدلے وي، نه ئې کره کتنه اوکړه، دا ورته هم معلوم نه وي چې زه د چا سره دوستي کووم، هغه څوک دے، بس په فيس بُک (Facebook)، انسټا ګرام (Instagram) وغيره باندې درې څلور خبرې اوشوې، فرينډ ريکويسټ (Friend Request) راغلے، مونږه قبول (Accept) کړو او دوستي شروع شوه۔

 څومره افسوسناک حالات دي، مونږه چې په خپو کولو د پاره پيزار اخلو نو په ټول مارکيټ کښې ګرځو، خلق د يو پيزار خوښولو د پاره څو څو ګهنټې تيروي، نو بيا ئې چرته خوښ شي او دوست۔۔۔!! چاته چې په زړه کښې ځائے ورکول دي، د چا سره چې پاڅيدل دي، کښيناستل دي، هغه په خپل ژوند کښې شاملول دي، د هغه اخلاق به په مونږه باندې اثر کوي، د هغه کردار به زمونږه په کردار باندې اثر غورځوي، په دې باره کښې څه غور او فِکر نشته، څه کره کتنه نشته، بس! په خپل مينځ کښې درې څلور خبرې اوشوې او دوست جوړ شو۔

الله پاک دې زمونږه په حال باندې رحم اوکړي! غور خو اوکړئ! زمونږه دوست زمونږه دين دے۔ ځکه د دوست په جوړولو کښې د ډير احتياط نه کار اخستل ضروري دي۔ علَّامه شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دوست جوړولو د پاره عقلمند کيدل ضروري دي د پاره د دې چې انسان ته معلومه شي چې څوک د دوستئ قابل دے او څوک نه۔ نور فرمائي: کم عقل خلق هر يو کَس دوست جوړوي، بيا ئې ورسره څلور ورځې پس جنګ اوشي او هم هغه دوست ئې دښمن شي۔ عقلمند هغه دے څوک چې وړومبے تجربه اوکړي، او بيا دوست جوړ کړي۔ ([1])

 دوست آئينه ده

اے عاشقانِ رَسُول! دا خبره هميشه ياد ساتئ! زمونږه دوست زمونږه آئينه وي۔ مثلاً که چرې زه د خپلې دوستئ د پاره د چا انتخاب کووم نو زما دا انتخاب به ښائي چې زما سوچ څنګه دے؟ زما خوښه ناخوښه څنګه ده؟ زما اخلاق، زما کردار، زما د ذهنيت (Mentality) پته به دا انتخاب ښائي، زما د زړه ميلان به ښائي چې زه څنګه انسان يم، که چرې زه د دوستئ د پاره د ښه انسان انتخاب کووم نو دا به دليل وي چې زه پخپله هم ښه يم او که چرې زه خراب انسان خپل دوست جوړ کړم نو دا به دليل وي چې زه پخپله هم خراب يم۔ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: لوګے دومره اور نه په ګوته کوي، لکه څومره چې دوست خپل دوست په نخښه کوي۔ ([2])


 

 



[1]... لواقح الانوار،العہد الحادی عشر بعد المائتین فی مجالسۃ الصالحین،جلد:2 ،صفحہ:42۔

[2]... ادب ا لدنیا و الدین  للماوردی، باب الرابع،صفحہ:162۔