Book Name:Dost Kaise Banaye
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:
مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ
چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين: (1): د بنده په هره لمړئ او هر ګوټ باندې د الله کريم شُکر ادا کول د الله پاک ډير خوښ دي۔ ۔([2]) (2): خپلې ژبې په ذِکر سره او د زړه په شُکر سره لمدې اوساتئ!۔ ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! شُکر ادا کول سُنَّت عمل دے * د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډير زيات شُکر ادا کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم ناشُکري نه ده کړې * شُکر اعلیٰ عبادت دے * د شُکر اد کولو سره نعمت زياتيږي * بنده ته چې نعمت ميلاؤ شي، بنده دې شُکر ادا کړي، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بنده د عذاب نه محفوظ وي۔ ([4])
د شُکر ادا کولو طريقه: * حضرت ابو بکر شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نعمت ته د کتلو په ځائے، نعمت ورکوونکي ته نظر کول شُکر دے۔ ([5]) مثلاً تاسو ته تنخوا ميلاؤ شوه، دا هم نعمت دے، په امتحان کښې پاس شوئ، ځوي يا لور مو اوشوه، د لمونځ کولو توفيق ميلاؤ شو، د روژې نيولو سعادت ميلاؤ شو، صدقه مو ورکړه وغيره څه نعمت هم ميلاؤ شو نو اوس دې نعمت ته مه ګورئ بلکه سوچ اوکړئ: الله پاک دا نعمت عطا کړو، د نعمت نسبت ځان طرف ته نه، د الله پاک طرف ته کړئ * امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نعمت سره د نيکئ