Book Name:Dost Kaise Banaye

د دوست د کره کتنې مِعيار

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د شاتو مچئ په ګلونو، ميوؤ او ښه څيزونو باندې کښيني، دا د شاتو د مچئ د پاکوالي، د هغې د ښه فِطرت دليل دے خو بَله مچئ په ګنده څيزونو باندې کښيني، دا د هغې د ګنده طبيعت اثر دے۔ اوس مونږ ته غور کول دي چې مونږه د چا سره کښينو، د چا سره دوستي کوو، مونږه چې د څنګ دوست انتخاب کوو، زمونږه فِطرت، طبيعت به هم هغه شان وي۔ شيخ شهابُ الدِّين سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې کله د چا طرف ته زړه مائل وي (يعني زړه غواړي چې زه د فلانکي سره دوستي اوکړم نو) نو پکار دي چې انسان هغه د شريعت په تَله باندې اوتَلي (اوګوري چې آيا هغه لمونځونه کوي؟ په فرضو او واجِبو باندې عمل کوي؟ سُنَّت خپلوي؟ د شريعت په رنړا کښې د هغه د اخلاقو، د هغه د کردار کره کتنه اوکړي) که چرې د هغه حالات او اَحوال د شريعت مطابق وي نو بنده دې خپل ځان له د ښه حالت زيرے ورکړي او هغه کَس د چا د دوستئ طرف ته چې زړه مائله دے، که چرې هغه د شريعت په تَله پوره اونه خيژي، (مثلاً لمونځونه قضا کوي، روژې نه نيسي، په فرضو او واجبو ادا کولو کښې سستي کوي، خرابه خُله ئې وي، بدو اخلاقو والا، بدو عادتونو والا وي نو) انسان له پکار دي چې خپل ځان ملامته کړي، ويريږي چې هغه ته د خپل مسلمان ورور په آئينه کښې خپله بد حالي ښکاره شوې ده۔ ([1])

الله پاک دې مونږ ته د ښه دوستانو نيک صحبت نصيب کړي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

دوست: د جنت لاره يا د دوزخ ملګرے

اے عاشقانِ رَسُول! د چا سره دوستي کول معمولي خبره نه ده، دا ډيره اهمه معامله ده، زمونږه دوست مونږه د دوزخ حقدار هم جوړولے شي او د دوزخ د لارې مُسافر هم جوړولے شي۔ په بُخَاري شريف کښې حديثِ پاک دے: د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ انسان به د هغه سره وي، د چا سره چې محبت کوي۔ ([2])

 اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه * څوک چې د جَنَّت په لاره روان دي * څوک چې لمونځونه کوي، سُنَّت خپلوي * نيک کارونه کوي * جنَّت ته بوتلونکي عملونه کوي * که چرې نن مونږه د هغوئي سره محبت کوؤ * د


 

 



[1]...ملاحق احیاء العلوم،کتاب عوارف المعارف،باب الثالث و الخمسون،جلد:5 ،صفحہ:272 ملتقطًا۔

[2]...بخاری،کتاب:الادب،باب:علامۃ حب اللہ …الخ،صفحہ:1529،حدیث:6168۔