Book Name:Dost Kaise Banaye

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوکتل! د دنيا او د دې د مال او دولت د لالچيانو څه انجام شو، ټولو د مال په حِرص کښې يو بَل مړ کړو۔ الله پاک دې مونږه د حِرص نه هم بچ کړي او د نيکانو خلقو سره د دوستئ کولو توفيق دې هم راکړي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

دعوتِ اسلامي او نيک صحبت ورکول

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک صحبت موندلو يوه طريقه دا ده: چې مونږه د نيک، پرهيزګاره، د الله نه د ويريدونکو، د آخرت فِکر کوونکو خلقو سره کښينو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږ به هم نيک صحبت نصيب شي۔ د نيک صحبت حاصلولو د پاره د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول سره په مدني قافلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ، په خپلو ښارونو کښې په کيدونکو د سُنَّتو نه په ډَکو اجتماع ګانو کښې شرکت کوئ، د اميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د عطا کړے شوې رسالې نيک اعمال مطابق د ژوند تيرولو کوشش کوئ، په مدرسة المدينه بالغان کښې شرکت کوئ او د قرآن پاک فيضان حاصل کړئ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي په ورځ د ماسخوتن د لمونځ نه پس په مدني چينل باندې نيغ په نيغه (Live) مدني مذاکره فرمائي په دې کښې شرکت کوئ، په سوشل ميډيا (يعني فيس بک (Facebook)، انسټا ګرام (Instagram)، واټس ايپ (WhatsApp)، ټوئټر (Twitter)، يوټيوب (YouTube) باندې د دعوتِ اسلامي مختلف پيجونه (Pages) جوړ شوي دي دا ګورئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ښه صحبت به حاصليږي۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق راکړي۔

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

 د دوستئ په باره کښې د اميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرامين

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ! د دوستئ په باره کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرامين اورو: * د ښه دوست پيژندلو د پاره د هغه سره سفر کوئ يا څه معامله مثلاً اخستل خرڅول وغيره کوئ * د غيبت کوونکي او تهمت لګوونکي کَس سره دوستي مه کوئ، لرې ترې اوسئ * د دنيا د دوستئ مې ډير نقصانونه ليدلي دي * څوک چې وَزګار وي هم هغه ذاتي دوستيانې کولے شي، څوک چې د دين په کارونو کښې