Book Name:Dost Kaise Banaye

د ښه او خراب دوست مثال

حُضُورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د ښه او خراب ملګري مثال د مشک [خوشبو] اوچتوونکي او د بهټئ تَودونکي په شان دے، مشک [خوشبو] اوچتولو والا به يا تاسو له څه درکړي يا به ترې تاسو څه واخلئ او يا به تاسو د هغه نه ښه خوشبو بيامونځئ او د بهټئ تودولو والا به يا ستاسو جامې اوسوزوي او يا به تاسو د هغه بدبو بيامومئي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره پاکيزه مثال دے د کوم په ذريعه چې پوهه کړے شوي يو چې د خرابو صحبت فائده او د ښه خلقو صحبت کله هم نقصان نشي درکولے، د بهټئ والا نه به مشک [خوشبو] نه ميلاويږي ګرمي او لوګے به ميلاويږي، د مشکو والا نه به نه ګرمي ميلاويږي نه لوګے بلکه مشک يا خوشبو به ميلاويږي۔ د دې اعلیٰ فرمان مقصد دا دے چې تر خپله وَسه پورې د خراب صحبت نه ځان ساتئ ځکه چې دا دين او دنيا [دواړه] بربادوي او ښه صحبت [ناسته پاسته] اختيار کړئ چې د دې سره به دين او دنيا [دواړه] ښه شي۔

مار بد تنہا ہمیں برجاں زند                                     یار  بد  بر  دین  و  بر  ایمان زند([2])

وضاحت: د مار صحبت ژوند اخلي، د خراب يار صحبت ايمان بربادوي۔

د صحبت اَثر څنګه کيږي۔۔۔؟

دلته چې که چرې اَولاد د خرابو دوستانو سره کښيني پاڅي نو مور پلار هغوئي پوهه کوي خو اَولاد هغوئي له ډير دليلونه ورکوي: فلانکے خو ماته څه خرابه خبره نشي ښودلے، هغه خو ډير ښه دے، تاسو ته هسې په هغه کښې خرابيانې ښکاري۔

داسې اولاد له پکار دي چې د مور پلار خبره اومني، مور پلار ته چې د څه پته ده، زمونږه د ماشومانو ذهِن هغې ته نشي رسيدے، هسې خو هم څوک د خرابې خبرې کولو سره خو به دا نه وائي چې زه خراب يم؟ مثلاً څوک بے لمانځه دے، هغه به دا په خُله نه وائي چې ته لمونځ مه کوه! څوک چې بد اَخلاقه دے هغه به دا په خُله نه وائي چې: ته هم بد اَخلاقي کوه! کنځلې کوه! يو دوست به هم داسې نه کوي، که چرې هغه داسې اوکړي نو څوک به د هغه سره دوستي کوي۔۔؟ خراب دوست يوه بهټئ ده، څوک چې د دې خوا ته کښيني، د اور سپرغئ به د هغه طرف ته ضرور راځي۔


 

 



[1]... بخاری ،  کتاب الذبائح والصید ،  باب المسک ،صفحہ:1410، حدیث:5534۔

[2]... مرآۃ المناجیح ،جلد:6،صفحہ:590 تا 591 ملتقطًا۔