Book Name:Dost Kaise Banaye

کښې حاضريدل نه دي، نو په هغوئي کښې هر يو، يو بَل ته خراب ورور، خراب دوست او خراب ملګرے وائي۔ ([1])

نيک دوست به هم شفاعت کوي!

معلومه شوه چې د قيامت په ورځ به د نيکانو، صالحانو او پرهيزګارانو مسلمانانو دوستي د مسلمانانو پکار راځي او هغوئي به د قيامت په ډيره سخته وحشتناکه ورځ کښې د مسلمانانو غم خوري او شفاعت کوي، هم دغسې د حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: جنّتي به وائي زما د فلانکي دوست څه حال دے؟ او هغه دوست به ئې د ګناهونو په وجه په دوزخ کښې وي، الله پاک به فرمائي: د ده دوست [د دوزخ نه] راوباسئ او جنت ته ئې بوځئ نو کوم خلق چې په دوزخ کښې باقي پاتې شي هغوئي به هم دغه وائي چې زمونږه څوک سفارش کولو والا نشته او نه څه غم خور دوست۔ ([2])

حضرت حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ايمانداران دوستان زيات کړئ ځکه چې هغوئي به د قيامت په ورځ شفاعت کوي۔ ([3])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا دي وفادار دوستان! څوک؟ متقي، پرهيزګاره، نيک لمونځ ګزاره، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبردارئ کولو والا، جنَّت ته بوتلونکي عملونه کولو والا، د دوئي سره دوستي پکار ده، دا ښه دوستان دي، هم دغه دي کوم چې به د قيامت په ورځ هم پکار راځي۔ الله پاک دې مونږ له د نيکانو خلقو سره د دوستئ کولو توفيق راکړي۔

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .


 

 



[1]... تفسیر خازن،پارہ:25 ،سورۂ  زخرف،زیرِ آیت:67،جلد:4،صفحہ:113۔

[2]... تفسیرِ بغوی،پارہ:19 ،سورۂ شعراء،زیرِ آیت:101 ،جلد:3،صفحہ:364۔

[3]... تفسیرِ بغوی،پارہ:19 ،سورۂ شعراء،زیرِ آیت:101 ،جلد:3،صفحہ:364۔