Book Name:Dost Kaise Banaye

[د بدن] بعضې اندامونه خراب شوي وو او په هغې کښې چينجي ګرځيدل۔ دا نظاره چې ئې اوليدله نو ډير خلق بے هوشه شول۔ په تحقيق کولو پته اولګيده چې دا ځلمے د محنت مزدورئ د پاره دې علاقې ته [د بَل ځائے نه] راغلے وو، د کرايه په کور کښې اوسيدو او د بعضې جوارګرو سره د هغه دوستي وه۔ يوه ورځ دې ځلمي د خپلو دوستانو نه په جوارئ کښې ډيرې زياتې روپئ اوګټلې، روپو بائللو والا دوستانو ئې د روپو واپس اخستو د پاره په مرئ کښې رسئ واچوله او د بجلئ شاټونه ئې ورله ورکړل او مړ ئې کړو، دا ئې د کفن دفن کولو بغير پريښودو او تالا ئې اولګوله او اوتختيدل۔ ([1])

 اے عاشقانِ رَسُول! دا دے د خراب صحبت خطرناک انجام۔۔۔!! الله پاک دې مونږه د خرابو دوستانو نه محفوظ کړي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

دوستان څنګه جوړ کړو۔۔۔؟

په 11 سيپاره، سورۀ توبه، آيت: 119 کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰہَ وَ کُوۡنُوۡا مَعَ  الصّٰدِقِیۡنَ (۱۱۹)  (پارہ:11، سورۂ توبه:119)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والوو د الله نه ويريږئ او د ريښتينو سره شئ۔

په تفسير صراط الجنان کښې دي: د دې آيت نه د نيکانو خلقو په صحبت کښې د کښيناستو هم ثبوت ميلاويږي ځکه چې د دوئي سره د کيدلو يو صورت د دوئي صحبت اختيارول هم دي او د دوئي د صحبت اختيارولو يو اثر دا کيږي چې د دوئي سيرت او کردار او ښه عملونه اوويني نو پخپله به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو توفيق ميلاويږي او يو اثر دا وي چې د زړه سختي ختميږي او په دې کښې خواه خوږي او نرمي محسوسيږي، په ايمان سره د خاتمې او د قبر او حشر د وحشتناکو معامِلو فِکر نصيب کيږي، ځکه هر مسلمان له پکار دي چې هغوئي د نيکانو بنده ګانو سره تعلقات جوړ کړي او د هغوئي صحبت اختيار کړي۔ ([2])

او د دينداره دوست لټولو ترغيب ورکولو سره د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ


 

 



[1]...نیکی کی دعوت،صفحہ:290۔

[2]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:11،سورۂ توبہ،زیرِ آیت:119 ،جلد:4،صفحہ:258۔