Book Name:Dost Kaise Banaye

د هندوستان د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتللو نه مخکښې زه د ګناهونو د مرض ښکار ووم، شراب به مې څښل، کنځلې به مې کولې او مور او پلار او د محلې والا به مې ښه سم تنګول، آخِر زما بخت رابيدار شو او زما ملاقات د دعوتِ اسلامي د يو ذِمه وار اسلامي ورور سره اوشو، هغه ځانله کوشش اوکړو او زه ئې (پوهه کړم) او ماته ئې په مدني قافله کښې د سفر کولو ترغيب راکړو، ما انکار اونکړے شو او زه فوراً د 3 ورځو د مدني قافلې مُسافر جوړ شوم، د عاشقانِ رسول صحبت ميلاؤ شو او د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رسالې هم د لوستلو د پاره ميلاؤ شوې، د کومو په برکت چې زه يواځې لمونځ ګزاره جوړ نه شوم بلکه نور [خلق] د سحر د لمونځ د پاره د راپاڅولو او په مدني قافِلو کښې سفر کولو والا هم جوړ شوم۔ دا وخت زه په يو جُمات کښې مؤَذِّن يم او ښه ډير ديني کارونه کووم۔ ([1])

بے عَمَل، باعَمَل بَن گئے خاص کر                    آپ بھی دیکھ لیں، قافلے میں چلو

دِل پہ گر زَنگ ہو، سارا گھر تنگ ہو                       داغ سارے دھلیں، قافلے میں چلو([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                                    صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د ماهنامه فيضانِ مدينه ايپلي کيشن پيژندګلو

اے عاشقانِ رَسُول! د دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ماهنامه فيضانِ مدينه ايپلي کيشن معارفي کړے شوے دے، په دې ايپلي کيشن کښې دا بهترين آپشنز (Options) موجود دي: * د مخکښينو ټولو ماهنامه فيضانِ مدينه PDF * د ټولو ماهنامو مضامين (آرټيکلز) په ليکلي شکل کښې موجود دي، کوم چې د کاپي کولو سره شيئر کيدے هم شي * سرچ آپشن (Search option) په کوم کښې چې په ټولو ماهنامو کښې د سرچ کولو سره هر يو څيز لټولے شې * ټول مضامين د موضوعاتو په اعتبار سره ترتيب کړے شوي دي، په خپل سمارټ فون کښې دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ (Download) کړئ! پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... شرابی مؤذن کیسے بنا؟ صفحہ:4۔

[2]... وَسَائِلِ بخشش، صفحہ:672۔