Book Name:Dost Kaise Banaye
يعني که چرې مونږه د لرې نه لوګے اووينو نو مونږ ته پته اولګي چې هلته چرته اور لګيدلے دے، معلومه شوه چې لوګے اور په ګوته کوي، د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فرمان مطلب دے چې: د لرې نه د لوګي ليدلو سره مونږ ته د اور دومره پوخ يقين نه کيږي لکه څومره چې د يو دوست د ليدو سره د بَل دوست د عادتونو، طريقو، د هغه د خوښې ناخوښې او د هغه د سوچ پته لګي۔
د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو بَل فرمان دے، هغوئي فرمائي: که چرې د چا جاج اخستل وي نو د هغه د دوستانو جاج واخلئ ځکه چې انسان د هغه چا سره دوستي کوي، څوک چې هغه د خپل ځان په شان ښه ګنړي۔ ([1])
انسان د خپل ځان پشان [کَس] سره دوستي کوي
تاسو غور اوکړئ! په دُنيا کښې په زرګونو خلق دي، د چا سره چې زمونږه دوستي نه کيږي، په سوؤنو دي د چا سره چې زمونږه دوستي شي، يو کَس په سکول کښې، کالج کښې، دفتر کښې تر ډيرې مودې پورې زمونږ سره وي، د هغه سره بس صرف سلام او دُعا وي، خوږه دوستي نه کيږي خو د چا سره صرف د يو څو ګهنټو په ملاقات کښې خوږه دوستي شي، آخِر د دې څه وجه ده؟ شيخ شهابُ الدِّين سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې وجه ده: هم جنس کيدل۔ ([2]) اَلْجِنْسُ یَمِیْلُ اِلٰی جِنْسِہٖ جنس د خپل جنس طرف ته بيرته ګرځي:
پہنچی وہیں پہ خاک، جہاں کا خمیر تھا
يعني انسان چې څوک په اخلاقو کښې، کردار کښې، سوچ کښې، انداز کښې د خپل ځان په شان اوويني، هم د هغه سره دوستي کوي۔
حضرت امام مالِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انسان د مرغو په شان دے، مرغئ هميشه د ځان په شان د مرغو سره وي، کونترې د کونترو سره وي، کارغان د کارغانو سره، چرګان د چرګانو سره، هيلئ د هيلو [بطخو] سره دغه شان انسان هم د خپل هم خيال، هم فِکر، هم کردار، هم اخلاق سره دوستي کوي۔([3])
کُنَدْ ہَم جِنْس بَاہَمْ جِنْس پَرْواز کبوتر با کبوتر، باز با باز
ترجَمه: هر جنس د خپل جنس سره پرواز کوي۔ کونتره د کونترو سره، کارغه د کارغانو سره۔ ([4])