Book Name:Dost Kaise Banaye
چې مونږه لږ غور اوکړو! مونږه شريعت د صحبت د ښه او خرابو اثراتو نه خبر کړي يو، اَلصُّحْبَۃُ مُؤَثِّرَۃ صحبت اثر کوي۔
سُوال دا دے چې د صحبت د اثر کولو انداز څه وي؟ د چا صحبت [ناسته پاسته] په مونږ باندې په کومه ذريعه اثر کوي؟ امام راغب اَصفَهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا راز راښکاره کړے دے، هغوئي فرمائي: خراب دوست د خپل دوست عادتونه په خپلو خبرو او کارونو سره نه خرابوي بلکه صِرف د هغه طرف ته د کتلو سره هم عادتونه خرابيږي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې زمونږه دوست که چرې مونږ ته خرابې خبرې اوکړي او که اونکړي، مونږه د ګناه طرف ته بوځي او که بونځي، د هغه د خراب صحبت اَثر به هغه ته د کتلو سره کيږي، مونږه چې څنګه څنګه هغه ته ګورو، زمونږ په زړه باندې به اثر غورځيږي، آخِر به يوه ورځ راشي چې مونږه به د خراب دوست په رنګ کښې رنګ شو۔ ځکه بهتره ده چې مونږه د خراب دوست نه د وړومبئ ورځې نه ځان اوساتو، د هغه په خوا هم نه ورځو۔
د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د خراب ملګري نه ځان بچ ساتئ ځکه چې هغه د دوزخ يوه ټوټه ده، د هغه محبت به تاسو له فائده نه درکوي او هغه به ستاسو سره خپله وعده نه پوره کوي۔ ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ! زه تاسو ته د خراب صحبت په خطرناک انجام باندې عبرتناکه واقعه اورووم: شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپل کتاب نیکی کی دعوت په صفحه: 290 باندې ليکي: د پنجاب (پاکستان) په يوه محله کښې څه عجيبه بدبو خوره شوه، د علاقې والوو د ډيرو کوششونو نه پس بيا چرته د بدبو پته اولګيده، هغه بدبو د يو بند کور نه راتلله۔ نو پوليس ته اطلاع ورکړے شوه۔ کله چې پوليس والوو د خلقو په موجودګئ کښې تالا ماته کړه او کور ته ننوتل چې اوئې کتل نو په ټولو باندې غونے ځيګ ځيګ شو چې هلته په کټ کښې د يو ځلمي مَړے پروت وو او د هغه