Book Name:Dost Kaise Banaye

څلورم صِفت: چې ګمراه [بے لارې] نه وي

د ښه دوست څلورم صفت دا دے چې هغه ګمراه [بے لارې] او بد مذهبه (يعني د اهلِسُنَّت د مذهب په ضرورتونو کښې د يوې خبرې نه انکار کوونکے) نه وي۔ ځکه چې د بد مذهبه صحبت د ايمان د پاره ډير خطرناک دے۔ په دې وجه د بنده عقيدې خرابيږي، زړه توريږي، ايمان کمزورے شي او انسان د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ګستاخئ باندې زَړَوَر شي۔

د تحصيل پهاليه (پنجاب، پاکستان) د اوسيدونکي اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتللو نه مخکښې [ماته] د بد مذهبو صحبت حاصل وو، د کوم په نحوست [سپيره توب] سره چې زه د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام د تعظيم او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د محبت نه محرومه ووم۔ د عاشقانِ رسول او د اوليائے کرامو د غلامانو نه مې دومره نفرت وو چې زما ترۀ چا چې د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره تعلق لرلو کله چې به هغه زمونږه کور ته راتللو نو زما په زړه کښې به د نفرت اور بَل شو، هغه ته به مې په سپک نظر نيغ نيغ کتل او د هغه سره به مې يو څو خبرې کول هم نه خوښولې۔ کيدے شي چې هم داسې زما د ژوند ماښام شوے وے او سبا د قيامت په ورځ د آرمان او پښيمانئ سره مخ شوے وے خو په ما باندې زما د رَبّ کرم اوشو او د څه کار په باره کښې لاهور ته د ترۀ کور ته لاړم۔ يوه ورځ هغه د دعوتِ اسلامي په هفته واره د سُنَّتو نه په ډَکه اجتماع کښې د شرکت کولو اووئيل، د نه غوښتلو باوجود هم ما هغه منع نه کړے شو او په اجتماع کښې مې شرکت اوکړو، خو دلته هم زما په سترګو باندې د نفرت او دښمنئ تړلے شوې پټئ لرې نه شوه۔ په قسمت کښې چونکه د بد مذهبئ د پنجې نه نجات حاصليدل او د عاشقانِ رسول صحبت ليکلے وو ځکه يو ځل د ديني ماحول سره د تعلق لرونکي يو اسلامي ورور سره زما ملاقات اوشو، هغه د شفقت نه په ډَک انداز کښې په ما باندې ځانله کوشش اوکړو او ماته ئې د الله پاک په لاره کښې د سفر کولو ترغيب راکړو، پته نه لګي چې د هغه په خبرو کښې څه اثر وو چې ما لاس په لاس د يوې مياشتې په مدني قافله کښې د سفر کولو يواځې اراده اونکړه بلکه د مدني قافِلې مسافر هم جوړ شوم۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول نزدې والے څه نصيب شو چې زما د ژوند انداز هم بدل شو، د ښکلو ښکلو بيانونو او ښکلو ښکلو نعتونو او خوږو خوږو  سُنَّتو زده کولو او نورو ته د ښودلو حلقو خو زما سوچ بدل کړو، په زړه کښې مې د الله پاک سره د محبت او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عشق شمع روښانه شوه او ماته د زړه سکون ميلاؤيدل شروع شو، په سترګو باندې تړلې د بغض او دښمنئ پټئ لرې شوه او د دعوتِ اسلامي سره نفرت په محبت کښې