Book Name:Dost Kaise Banaye

اوږده وي انجام ئې آخِر وَحشَت او جدائي وي۔ د عقلمند صحبت اختيارول دې د پاره هم ضروري دي چې کم عقل کَس که چرې تاسو ته د فائدې رسولو او ستاسو د مدد کولو اراده کوي نو بيا هم تاسو ته نقصان رسوي او هغه ته د دې خبرې پته هم نه وي۔ وئيلے شوي دي چې د کم عقل نه لرې تلل الله پاک ته د نزدې کيدو ذريعه ده۔ ([1])

وئيلے کيږي چې: يو ښکاري يو ځل ځنګل ته د ښکار د پاره لاړے، هغه اوليدل چې هلته يوه شادو ده، د کومې په خپه کښې چې غَنَه تَلې ده، د ښکاري په شادو باندې زړه خوږ شو او د هغې د خپې نه ئې هغه غَنَه راويستله، بس! د دې خواه خوږئ په وجه باندې د شادو او د ښکاري دوستي شوه، شادو به د ښکاري سره اوسيدله، خلقو ښکاري ډير پوهه کړو چې شادو يوه کم عقل ځناور دے، د دې دوستي به تاته نقصان اورسوي خو ښکاري د چا په خبره غوږ نه ګرولو۔ يوه ورځ داسې اوشو چې ښکاري اوده وو، شادو د هغه سره خوا ته کښيناستله او هغه ته ئې ببوزے وهلو، ناڅاپه يوه مچئ د چرته نه راغله او د ښکاري په پوزه باندې کښيناستله، شادو د ښکاري سره خواه خوږي کوله او مچئ ئې پاڅوله خو مچئ لږه شان ضِدي وه، شادو يو ځل مچئي پاڅوله، هغه بيا راغله او هم هلته کښيناستله، يو څو ځل هم داسې اوشو، آخر شادو له غصه ورغله او هغې د خپل طرف نه د خپل دوست سره ښيګړه کول غوښتل او يوه ګَټه ئې اوچته کړه او په پوزه باندې ناسته مچئي ئې پرې ويشتله، مچئي خو الوتے شوه، هغه والوتله، په ګټه باندې د ښکاري پوزه اولګيدله او هغه زخمي شو۔ د کم عقل د دوستئ هم دغه انجام وي، ځکه پکار دي چې مونږه د عقلمند سره دوستي اوکړو۔

دويم صِفت: چې د ښه اخلاقو مالِک وي!

د چا صحبت چې خپل کړے شي ضروري خبره ده چې د هغه اخلاق دې هم ښه وي ځکه چې د بدو اخلاقو  لرونکے انسان که هر څومره هم عقلمند وي، چې کله په هغه باندې غصه، خواهش، کنجوسي يا بزدلي وغيره غالِبه شي نو هغه په خپل نفس پسې ځي۔ داسې هغه بعضې وخت پخپله هم په هلاکت کښې غورځيږي او خپل دوستان هم په هلاکت کښې غورځوي۔


 

 



[1]...احیاء العلوم،کتاب: آداب الالفۃ …الخ،باب :الاول ، جلد:2،صفحہ:211 ملتقطًا۔